د هند او انګلستان لوبه مساوي پای ته ورسېده

نړیوال جام د انځور حقوق PA
Image caption د ۲۰۱۱ کال د کرېکټ د نړيوال جام دوه نورې لوبې به نن (دوشنبه د فبروري ۲۸ مه) په هند کې وشي. په دې لوبو کې به ويسټ انډيز له هالنډ او زمبابوې هم له کاناډا سره مخامخ شي.

د ۲۰۱۱ کال د کرېکټ د نړيوال جام ۱۱ مه سيالۍ د هند په کلکته ښار کې وشوه. په لوبه کې کوربه ټيم او انګلستان سره مخامخ شول، چې ډېره په زړه پورې لوبه يې وکړه او مساوي يې پای ته ورسوله.

که څه هم دواړه لوبډلې پياوړې دي، خو ښايي له يوې خوا هم چا ددې سوچ نشوای کولای لوبه مساوي ختمه شي، په تېره بيا د هند له منډو وروسته چې ۳۳۸ وې. دا دوېم ځل و، چې هند په دې کپ کې خپل سيال ته لوړ هدف ټاکه. وړاندې تردې هندي لوبغاړو بنګله دېش ته ۳۷۰ منډې هدف ټاکلی و او لوبه يې په خپله ګټه پای ته رسولې وه.

د يکشنبې ورځې د لوبې په سر کې پچه د هند کپټان ټنډولکر وګټله او منډې کول يې انتخاب کړل. ده د خپلې لوبډلې لخوا تر ټولو ښه لوبه وکړه او ۱۲۰ منډې يې جوړې کړې. ورسره ګمبېر ۵۱ او ويراج سنګ هم ۵۸ منډې وکړې او د خپلو نورو ملګرو په ملتيايې انګلستان ته يو سخت هدف (۱۳۸ منډې) وټاکه.

د انګلستان لخوا ټيم برېسنان تر ټولو ښه بال وکړ، هغه په ۱۰ اورونو کې ۴۸ منډې ورکړې او پنځه لوبغاړي يې اوټ کړل. وړاندې ترده د پاکستان د لوبډلې کپټان شاهد اپريدي دومره وېکټې اخيستې وې.

انګليسي منډه جوړوونکو له بالېنګ وروسته د هند د سخت هدف په وړاندې ډېره ښه لوبه وکړه. ددوی له لوري انډرېو سټرواس چې کپټان هم دی، منډې پيل کړې او تر ۴۳ اووره ودرېد. ده ۱۵۸ منډې وکړې او د يان بېل د ۶۹ منډو په مرسته يې ورکړل شوي هدف ته ځان نژدې کړ. د انګلستان لوبډله تر ۴۳ اووره په دريو وېکټو ولاړه وه، خو له هغه وروسته يې تر ۴۹ اووره پنځه نورې وېکټې هم له لاسه ورکړې او د هدف ترلاسه کول يې ستونزمن شول.

Image caption د ۲۰۱۱ کال د کرېکټ د نړيوال جام دوه نورې لوبې به نن (دوشنبه د فبروري ۲۸ مه) په هند کې وشي. په دې لوبو کې به ويسټ انډيز له هالنډ او زمبابوې هم له کاناډا سره مخامخ شي.

د لوبې په وروستيو اورونو کې داسې وشول چې د اړتيا وړ منډو او بالونو ترمنځ ډېر توپير و او وېکټې هم يو پر بل پسې لوېدلې، خو د انګلستان د پای لوبغاړو د څو شپږيزو او څلوريزو په اخيستو منډه کنټرول کړه. په وروستي يوازني بال دوه منډې په کار وې چې انګلستان يوازې يوه منډه پې وکړه او لوبه يې مساوي پای ته ورسوله.

د لوبې په مساوي کېدو دواړو هند او انګلستان يو يو پاينټ واخيست او اوس دواړه لوبډلې د دريو پاينټونو په لرلو پرمخ روان دي.

د روان جام د ټولو لوبډلو له ډلې يوازې استراليا او پاکستان څلور څلور پاينټونه لري، خو د پاکستان د منډو اوسط بيا تر ټولو لوړ دی.

د ۲۰۱۱ کال د کرېکټ د نړيوال جام دوه نورې لوبې به نن (دوشنبه د فبروري ۲۸ مه) په هند کې وشي. په دې لوبو کې به ويسټ انډيز له هالنډ او زمبابوې هم له کاناډا سره مخامخ شي.

ورته مطالب