هند اسټراليا د کرېکېټ له اتلوليو وايستله

هند لوبډله

هند لوبډلې د اسټراليا په وړاندې خپل مهارت وښود، او د کرېکېټ اتلوليو ګټلو په لور يې نورې هيلې هم زياتې شوې.

د هند کرېکېټ لوبډلې يووراج سېنګ په منځلوبه سيالۍ کې چې په احمد اباد کې ترسره کېده، د بري پنډوسټکی وواهه، او د تېرې اتلولۍ ګټونکې اسټراليا يې له سياليو وايستله.

د اسټراليا رېکي پونټېنګ د خپلې لوبډلې لپاره ۱۰۴ منډې جوړې کړې چې په تېرو ۱۳ مياشتو کې د ده لومړۍ سليزه وه او لوبډله يې د ۶ لوبغاړيو په سوځېدو خپلې ټولې منډې تر ۲۶۰ پورې ورسولې.

هنديانو ۲۶۱ منډو هدف پوره کولو ته د کلک هوډ ټټر وواهه، او ساچين ټېنډولکر د ۵۳ منډو په جوړولو د کوربه لوبډلې دريځ پياوړی کړ.

ګواټام ګامبير هندۍ لوبډلې ته ۵۰ نورې منډې هم ور زياتې کړې، او ورپسې يووراج لوبغالي ته په ورکوزېدو ۵۷ منډې وکړې، تر پايه ونه سوځېد او هند ته يې د ۵ وېکېټو يا لوبغاړيو په لرلو چې ۱۴ پنډسوکي لا پاتې وو، بری په برخه کړ.

اسټراليا د ۱۹۹۶ اتلولۍ پايلوبه کې چې پونټېنک په کې يو کشر لوبغاړی و ماتې وخوړه، خو دوی وروسته بيا دری پر له پسې اتلولۍ وګټلې.

په روانه اتلولۍ کې د دوی لومړۍ ماته د پاکستان له خوا وه، چې د خپل ګروپ په ورستۍ لوبه کې يې ترې لوبه وګټه. خو په منځلوبو کې بيا د هند د بېټېنګ پياوړې کرښه د اسټراليا په وړاندې خورا ځواکمنه وه.

د لوبې پچه اسټراليا وګټله، او پرېکړه يې وکړه چې لومړی منډې جوړې کړي، خو ټاکلی هدف يې هندي لوبغاړيو له کوم جدي ګواښ پرته پوره کړ.

د هند راتلونکې لوبه به له شک پرته خورا يو ستر او د پاموړ مناسبت وي، چې راتلونکې اوونۍ به په کې د مارچ په ۳۰ مه په نيمه پايلوبه کې د هند پنجاب ايالت په موهالي کې له پاکستان سره لوبېږي.

پاکستان چارشنبه وېسټ انډيز ته په يوولسو وېکټو ماته ورکړه. اوس به په نيمه پايلوبه کې نه يوازې دا چې په سياسي ډګر کې سره سيالان دي، بلکې په کرېکېټ کې دغو دواړو سيالانو لوبه هورا جالبه او د پام وړ وي.

په کرېکېټ اتلوليو کې له منځلوبو مخکې اسټراليا او هند نهه ځله سره مخامخ شوي چې اووه ځله په کې اسټراليا هند ته ماته ورکړې ده.

د پنجشنبې / زيارت لوبې مخکې دواړه لوبډلې د ۲۰۰۳ کال کرېکېټ اتلولۍ کې سره ولوبېدل چې اسټراليا هند ته په ۱۲۵ منډو ماته ورکړه.

د کرېکېټ نړيوالې اتلولۍ په اړه ستاسې نظرونه

جمال الدين حيران احمدزی، استانبول، ترکيه

ان شاء الله پاکستان به يې ګټي، او اپريدی به د لوبو غوره لوبغاړی وي.

رفيع الله غورځنګ، کندهار

زما په نظر د سږ كال اتلولي به د سويلي افريقا لوبډله له ځان سره خپل كور ته يو سي. خو كه هغه نه وه، نو په څنګ كې به يې نيوزلنډ، او يا هم هند لوبډله وي، چې لومړی مقام به تر لاسه كړي.

ښايي غوره لوبغاړی شاهد اپريدی وټاكل شي. كه هغه نه وي نو يووراج او يا به هم ټنډولكر وي، ځكه ټنډولكر په پنځوس اوريز نړيوال جام لوبو كې د منډو په اوسط تر ټولو مخكې دی.

عالم ګير ځدران، اکلنډ، نوی زيلنډ

ان شاء الله هند به لوبه ګټي او ساچين ټنډلکر به غوره لوبغاړی وي.

ستاسې په نظر کرېکېټ روانه اتلولي به کوم هېواد وګټي، او څوک به غوره لوبغاړی وي؟

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .