د جنوبي افريقا په راپرځېدو، نوی زيلنډ د کرېکېټ نيمه پايلوبې ته لار ومونده

نوی زيلنډ

له اتلوليو وړاندې نوی زیلنډ ته د يو جدي سيال په توګه نه کتل کېدل.

نوی زيلنډ د کرېکېټ نړيوالو اتلوليو نيمه پايلوبې پړاو کې له هند او پاکستان سره يو ځای شو. لوبه چې د بنګله دېش په مير پور کې وه، تر يو وخته د جنوبي افريقا په ولکه کې وه، خو وړاندې بيا د لوبې بهير کې يې پله سپکه شوه، او پر له پسې يې لوبغاړي وسوځېدل او نيمه پايلوبې ته نوی زيلنډ ورسېد.

نوي زيلنډ لومړی منډو جوړولو ته ملا وتړله، او د ۸ لوبغاړيو په سوځېدو يې ۲۲۱ منډې وکړې، چې د جېسې رايډر په کې د ۸۳ منډو ونډه وه.

جنوبي افريقا لوبډله د لوبغالي پر ډګر خورا تکړه وه، او د باولېنګ يا پنډوسکي ويشتنې رنګارنګوالي يې د تورو خوليو څښتنان پرله پسې وسوځول.

کله چې وار بيا د دوی د منډو شو نو له ۲۴ اوورونو وروسته د ۲ لوبغاړيو په سوځېدو يې د منډو شمېر ۱۰۸ ته ورسېد، داسې برېښېده چې بري ته ورلنډ دي. خو په ناوړه ډول راوپرځېدل او ۱۷۲ منډو ټول وسوځېدل.

د جنوبي افريقا ريښتينې نهيلي د ډي وېليرز له سوځېدو سره وه، چې په اتلولۍ کې د دغې لوبډلې مخکښ منډې جوړونکی دی. له نوي زیلنډ سره يې هم ښکلې لوبه وکړه، او په ۴۰ پنډوسکيو يې ۳۵ منډې جوړې کړې. خو په سوځېدو يې نوی زیلنډ د ماتې له حالته د بري پلو ته ور واوښت.

په لوبه کې هغه وخت د نوی زيلنډ پله درنه شوه چې پنډوسکويشتونکيو ناببره ډول د جنوبي افريقا د لوبغاړيو په سوځولو شول او نيمه پايلوبه کې يې ځای خپل کړ.

له اتلوليو وړاندې نوی زیلنډ ته د يو جدي سيال په توګه نه کتل کېدل. دوی به اوس په نيمه پايلوبه کې د منځلوبو په وروستۍ سيالۍ کې د سريلانکا او انګلستان ترمنځ لوبې له ګټونکي سره لوبېږي.

سريلانکا او انګلستان به شنبه/خالي د مارچ په ۲۶ مه په کولومبو کې د نيمه پايلوبې ورستي ځای ګټلو لپاره سره سيالي کوي.

د کرېکېټ نړيوالې اتلولۍ په اړه ستاسې نظرونه

احمدزی، اوټاوا

زما په نظر د کرېکېټ اتلولۍ پايلوبه به هندوستان په ګټه تمامېږي، او نړيواله اتلولي به خپله کړي.

کليم الله، دوبۍ

ان شأالله دا اتلولي به دپاكستان وي اودا به دپاكستان دكركت په تاريخ کې دوهم پښتون كپټان وي چه نړيوال كپ گټي.

هزار ګل همدرد، کندهار

هيله من يم چې افريدی نړيوال کپ له ځان سره يوسي او د لوبو غوره لوبغاړی وټاکل شي.

احمد جاوېد کبير، نوی ډيلی

دا چې هند په (ODIs) کې په دوهم ځای دی د نړيوال کپ ګټلو ډېر چانسونه لري. زما په اند يوازينۍ لوبډلې چې د نړيوالو اتلوليو ګټلو کې د دوی په مخ خنډ کېدی شوی، اسټراليا او جنوبي افريقا لوبډلې وې، چې دواړې يې اوس له اتلوليو وتلې دي.

هند د بټېنګ ځواکمنه کرښه لري چې کېدی شي د منډو ستره ټولګه جوړه کړي. يو بل څه چې د هند د بري په ګټه دي، هغه يې د اتلوليو کوربني ده. په هندي لوبډله کې سپېن پنډوسکويشتونکي، لکه څنګه چې له اسټراليا سره په لوبه کې وليدل شول، پياوړي دي.

هېواد، والتمسټوو، لندن

زه غواړم پاکستان دا لوبې وګټې، او هم فکر کوم چې ګټې به يې. دا به درېيم نړيوال کپ وي چې پښتانه به يې پاکستان ته وړي. شاهد اپريدی به د نړيوال کپ غوره لوبغاړی وي.

جاويد فيصل، کندهار

زما له انده سريلانکا د اتلولۍ ګټلو لپاره يو غوره کانديد دى او د ټولې اتلولۍ غوره لوبغاړی به پښتون پاکستانى کپتان شاهد اپريدی وي ځکه چې تر ټولو زيات وېکټونه لري او په همدې وخت کې يې يوه اندازه منډې هم جوړې کړې دي.

احد الله، کابل

زما په نظر او خدای دې وکړي چې دا اتلولي پاکستان تر لاسه کړي او غوره لوبغاړی به ان شاالله شاهد خان اپريدی وي.

عبدالغفار پوپل، کندهار

زه فکر کوم لوبه به پاکستان وړي خو د دوی پرځای چې هند کلکه ملا وتړي او اتلولي وګټي ډېره به ښه وي.

سميع الله زاهد، لښکر ګاه، هلمند

په دې اتلولۍ کې د شاهد اپريدي کاپټني بې سارې ثابته شوې ده. پاکستان د پنډوسکويشتنې تر ټولو پياړوی اړخ لري. دا خبره له سريلانکا، اسټراليا او په تېره بيا په منځلوبو کې له وېسټ انډيز سره په لوبو کې ثابته شوه. په دې اتلولۍ کې د پاکستان د لوبېدنه په رښتيا هم چې ښکلې وه.

محمد قاسم، سپين بولدک

زما په نظر هند به يې ګټي ان شا الله ځکه که انګلستان هم پاته سو نو هند به يوازنی لوبډله وي چې دخپل ګروپ نه راوځي اودا به د هند پياوړتيا نوره هم ثابته کړي.

جنت ګل، کابل

ان شاء الله پاکستان به لوبه ګټي او شاهد اپريدی به غوره لوبغاړی وي.

عبد الستار احمدزی، ليل، فرانسه

د کرکټ لوبه که څه هم زموږ د افغانانو په نصيب کې نه شوه خو اوس د پاکستان کېږي او هغوی سره الله مل دی.

عمران ستانکزی، هرات

تېرو لوبو ته په کتو سره، زما په فکر د دی اتلوليو پای لوبه به پاکستان گټي.

سيد محمد، پغمان کا بل

زه ما په نظر به هند دا سيالي گټي او په تېره بيا پاکستان ته به لويه ماته ورکؤي دا زه ما ارزو ده.

وحــــيــــدالله زهـــــيــــــر، اســــعـــدآبـــــاد

زه ډېرخواشينى يم ځکه چه افغانستان په دې لوبوکې موجوديت نه لري، که چېرې افغانستان په دې لوبو کې برخه درلود لى نو د افغانانولپاره به ډېرزياتې جالبې وى. خو بيا هم نظر د پښتنو ننګونوته او دلوبې جالبيت ته بايد ووايم چه ښه اوغوره لوبغاړى به شاهداپريدى وي اوچې هندوستان يې وګټي نوښه به وي.

محمد يوسف، کابل

ان شاالله پاکستان به يې ګټی، او زما شاهد اپريدی ډېر خوښېږي، ان شاالله د غوره لوبغاړي مقام به هم شاهد اپريدی ګټي او زماد ټولو ملګريو دعاوې ورپسې دي خدای مهربان دی چی کامياب شي.

أ‌. ملکزی، ناروې

ان شاء الله هند به يې د پاکستان په وړاندې ګټي، او اتلولي به هم د هندوستان وي.

معشوق، اوسلو، ناروې

د کرېکېټ نړيوال کپ به هندوستان ترلاسه کوي، د مارچ ۳۰ مه نيمه پايلوبه کې به لوبه بايلي کور ته به ستنېږي.

عبد الوکيل، هلمند

زما په نظر دا نړيوال کپ د سريلانکا دی ځکه د سريلانکا د منډو شمېر تر ټولو زيات دی.

نجيب سامع، انټر ورپن

هيله لرم هند دغه اتلولي وګټي، او خوشاله به شم که يې پاکستان د هند په وړاندې وبايلي.

جمال الدين حيران احمدزی، استانبول، ترکيه

ان شاء الله پاکستان به يې ګټي، او اپريدی به د لوبو غوره لوبغاړی وي.

رفيع الله غورځنګ، کندهار

زما په نظر د سږ كال اتلولي به د سويلي افريقا لوبډله له ځان سره خپل كور ته يو سي. خو كه هغه نه وه، نو په څنګ كې به يې نيوزلنډ، او يا هم هند لوبډله وي، چې لومړی مقام به تر لاسه كړي.

ښايي غوره لوبغاړی شاهد اپريدی وټاكل شي. كه هغه نه وي نو يووراج او يا به هم ټنډولكر وي، ځكه ټنډولكر په پنځوس اوريز نړيوال جام لوبو كې د منډو په اوسط تر ټولو مخكې دی.

عالم ګير ځدران، اکلنډ، نوی زيلنډ

ان شاء الله هند به لوبه ګټي او ساچين ټنډلکر به غوره لوبغاړی وي.

ستاسې په نظر کرېکېټ روانه اتلولي به کوم هېواد وګټي، او څوک به غوره لوبغاړی وي؟

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .