ګیلاني په هند کې د لوبو د نندارې په اړه د هند بلنه ومنله

په ۲۰۰۵ کې هم پخوانی ولسمشر پروزېز مشرف د هندوستان د نوي ډيلي په یوه ورځنیو سیالیو کې ګډون کړی و .

د پاکستان لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني د خپل هندي سیال منموهن سنګهـ بلنه منلې چې د چهارشنبې/ شورو پر ورځ د مارچ په ۳۰ مه د کريکټ نړیوالو لوبو په نیمه پایلوبې نندارې په موخه هند ته ورشي.

دغه لوبه چې ټاکل شوې دهند شمال پنجاب ايالت په موهالي ښارکې ترسره شي، د پولې دواړو غاړو خلکو سربېره يې د کرېکېټ ګڼ شمېر مينه وال کتلو ته خورا ډېر لېوال دي.

لومړي وزیر یوسف رضا ګیلان په هند کې د کریکټ نړیوالو لوبو په نیمه پایلوبه کې د ګډون لپاره له ولسمشر زرداري سره کتلي دي.

د پاکستان د ولسمشرۍ ویاند فرحت الله بابر بي بي سي ته ویلي، ولسمشر له لومړي وزیر سره د هېواد پر سیاسي حالاتو، تاشکند ته د لومړي وزیر پر سفر او د پاکستان او هند ترمنځ د کریکټ د نیمه پایلوبو د نندارې په اړه خبرې وکړې.

په دې اړه له اسلام اباده د طاهر خان راپور دلته واوریء

په هند کې د سیالیو د نندارې په اړه پاکستان ته د بلنلیک په اړه پرېکړه وشوه، چې لومړی وزیر به د دغو سیالیو نندارې ته ورځي.

د تېرې جمعې پر ورځ د هند لومړي وزیر منموهن سنګهـ د لوبو نندارې ته د پاکستان ولسمشر او لومړي وزیر ته جلا جلا بلن لیکونه استولي وو.

وړاندې په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو ویاند تهمینه جنجوعه د دې خبرې پخلی کړی و، چې ښاغلو زرداري او ګیلاني ته جلا جلا بلن لیکونه راغلي دي.

هند استرالیا ته ماتې ورکړه، چې په دې سره د نیمه پایلوبو سیالیو ته ووت .

دوی بي بي سي ته ویلي، چې د تېرې جمعې پر ورځ د بهرنیو چاو وزارت دغه بلن لیکونه ترلاسه کړل، چې غور پرې روان دی.

د هند او پاکستان ترمنځ اړیکي په ۲۰۰۸ کال کې د ممبۍ له بریدونو وروسته سخت ترینګلي شوي دي.

خو څو مياشتې مخکې په بوتان کې د جنوبي اسيا همکارۍ (سارک) سازمان سرمشريزه کې د لومړي وزير منموهن سنګ او د هغه د پاکستاني سيال يوسف رضا ګيلاني ترمنځ خبرې وشوې، او دواړو مشرانو پرېکړه وکړه چې د سپيناوي وړ ټولو مسالو پر سر دوه اړخيزې خبرې اترې بیا پيل شي.

اوس هند ته د ښاغلي ګيلاني سفر ته د کرېکېټ ډيپلوماسۍ نوم ورکړل شوی دی.

هند او پاکستان چې د ګاونډ دوديزه تربګني لري، او دری ځله د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه هم شوې، د دواړو تر منځ د کرېکېټ ديپلوماسۍ سفرونه د تېرې پېړۍ په ۸۰ مه لسيزه کې هغه مهال پيل شول چې د پاکستان د وخت پوځي واکمن جنرال ضياء الحق په ورته ډول د کرېکېټ لوبو کتلو لپاره هند ته لاړ.

په ۲۰۰۵ کې پخوانی ولسمشر پروزېز مشرف هم د هندوستان د نوي ډيلي یوې ورځنۍ سیالۍ نندارې ته ورغلی و.

اوس د مارچ ۳۰ مې نيمه پايلوبې نندارې لپاره هندوستان تر دې مهاله هغو ۵۰۰۰ پاکستاني نندارچیانو ته وېزې ورکړې چې ټيکټونه یې اخیستي او د هند پر حکومت فشار دی چې د وېزې په محدودیتونو کې نرمښت راولي، چې ورسره د ننداراچیانو شمېر زیات شي.

د کرېکېټ نړيوالې اتلولۍ په اړه ستاسې نظرونه

بشرمل افغانورور، د ماليې وزارت کابل

زه د ټول افغانستان ملت څخه غواړم د پاکستان لوبډلې ته دعا وکړي چې پر هند خو بريالۍ شي، ځکه يو پښتون يې په سر کې دی.

جنت ګل عبد الرحيمزی، کابل

ان شاء الله پاکستان به يې د هندوستان په وړاندې ګټي، او اتلولي به هم د پاکستان وي، او شاهد اپريدی به غوره لوبغاړی وي.

طارق، کابل

زما په اند د۲۰۱۱کال کرېکېټ نړيوال جام به پاکستان وګټي ځکه تر اوسه يې ډېرې ښې لوبې خپلو مينه والو ته وړاندې کړې دي، خو په دې شرط چې تېز بالر اختر په کې نه وي، او همدارنګه د۲۰۱۱ کال نړيوال جام غوره لوبغاړی به شاهد خان اپريدی وټاکل شي.

رفيع الله غورځنګ، كندهار افغانستان

د پاكستان او هند لوبه به په دې نړيوال جام كې تر ټولو په زړه پورې او جالبه لوبه وي. په دې لوبه كې به د هند پياوړي لوبغاړي وكولای شي چې لوبه وګټي. اوس د پاكستان لوبډلې ډېر تكړه لوبغاړي د رشوت په تور له لوبو بند شوي، او يوازې د ګوتو په شمېر څو تنه تكړه كريكټران لري.

خو هند بيا داسې لوبغاړي لري، لكه سچن ټنډولكر، سيواك، ويوراج، او نور، نو زه په دې هيله يم چې هند يي وګټي.

ذبيـــح الله، لوگر

استراليا ښه لوبډله وه، خو يو اندازه تکبر يې برخليک د ناکامۍ کړ، هندوستان هم ځان ته په غوره کې دی.

پاکستان لوبډله بايد له داسې عادتونو خپل ځان وساتی ان شاء الله گټونکی به وي.

رفيع الله، کابل

زه خوچه درته ريښتيا خبره وکړم نو پاکستان يې چې وبايلي خوشالېږم او کېدای شي چې هند د دې پايلوبې ګټونکی اوسي.

فضل الرحمن عابد، جلال اباد

الله دې وکړي چې لوبه د پاکستان په ګټه تمامه شي ځکه پاکستان يواسلامي هېواد دی که لوبه د هغوی په ګټه شي نو لږترلږه موږ ټول به خوشاله وو.

شهير خان، کابل

خوښ به يم چې نړيوال کپ پاکستان وګټې ځکه چې زموږ يو پښتون ورور ورسره ملګری دی نو له ټولو پښتنو وروڼو هيله کوم چې شاهد اپريدې ته په دعا لاسونه پورته کړې او له خداې جل جلاله د هغوی د بريا دعا وکړي.

ډاکټر محمد الله څمکنی، اوکراين

ان شاء الله دغه کپ به شاهد اپريدی چی یو پښتون دی پورته کوي.

فاروق، بروکسل

هند به اتلولي ګټي، پوهېږیء چې هند يوه غوره لوبډله لري.

م. رباني، کندهار

زه فكركوم پاكستان به ان شاء الله د دغو لوبو اتل وي، او شاهد اپريدی به تر ټولو ښه لوبغاړي په توګه وځلېږي. هندوستان به خپل كور كې د ننه اټكل كېدونكي برخليك سره مخ شي.

احمدزی، اوټاوا

زما په نظر د کرېکېټ اتلولۍ پايلوبه به هندوستان په ګټه تمامېږي، او نړيواله اتلولي به خپله کړي.

کليم الله، دوبۍ

ان شاء الله دا اتلولي به د پاكستان وي او دا به د پاكستان د كركت په تاريخ کې دوهم پښتون كپټان وي چه نړيوال كپ گټي.

هزار ګل همدرد، کندهار

هيله من يم چې اپريدی نړيوال کپ له ځان سره يوسي او د لوبو غوره لوبغاړی وټاکل شي.

احمد جاوېد کبير، نوی ډيلی

دا چې هند په (ODIs) کې په دوهم ځای دی د نړيوال کپ ګټلو ډېر چانسونه لري. زما په اند يوازينۍ لوبډلې چې د نړيوالو اتلوليو ګټلو کې د دوی په مخ خنډ کېدی شوی، اسټراليا او جنوبي افريقا لوبډلې وې، چې دواړې يې اوس له اتلوليو وتلې دي.

هند د بټېنګ ځواکمنه کرښه لري چې کېدی شي د منډو ستره ټولګه جوړه کړي. يو بل څه چې د هند د بري په ګټه دي، هغه يې د اتلوليو کوربني ده. په هندۍ لوبډله کې سپېن پنډوسکويشتونکي، لکه څنګه چې له اسټراليا سره په لوبه کې وليدل شول، پياوړي دي.

هېواد، والتمسټوو، لندن

زه غواړم پاکستان دا لوبې وګټې، او هم فکر کوم چې ګټې به يې. دا به درېيم نړيوال کپ وي چې پښتانه به يې پاکستان ته وړي. شاهد اپريدی به د نړيوال کپ غوره لوبغاړی وي.

جاويد فيصل، کندهار

زما له انده سريلانکا د اتلولۍ ګټلو لپاره يو غوره کانديد دى او د ټولې اتلولۍ غوره لوبغاړی به پښتون پاکستانى کپتان شاهد اپريدی وي ځکه چې تر ټولو زيات وېکټونه لري او په همدې وخت کې يې يوه اندازه منډې هم جوړې کړې دي.

احد الله، کابل

زما په نظر او خدای دې وکړي چې دا اتلولي پاکستان تر لاسه کړي او غوره لوبغاړی به ان شاء الله شاهد خان اپريدی وي.

عبدالغفار پوپل، کندهار

زه فکر کوم لوبه به پاکستان وړي خو د دوی پرځای چې هند کلکه ملا وتړي او اتلولي وګټي ډېره به ښه وي.

سميع الله زاهد، لښکر ګاه، هلمند

په دې اتلولۍ کې د شاهد اپريدي کاپټني بې سارې ثابته شوې ده. پاکستان د پنډوسکويشتنې تر ټولو پياړوی اړخ لري. دا خبره له سريلانکا، اسټراليا او په تېره بيا په منځلوبو کې له وېسټ انډيز سره په لوبه کې ثابته شوه. په دې اتلولۍ کې د پاکستان لوبېدنه په رښتيا هم چې ښکلې وه.

محمد قاسم، سپين بولدک

زما په نظر هند به يې ګټي ان شا الله ځکه که انګلستان هم پاته سو نو هند به يوازنی لوبډله وي چې دخپل ګروپ نه راوځي اودا به د هند پياوړتيا نوره هم ثابته کړي.

جنت ګل، کابل

ان شاء الله پاکستان به لوبه ګټي او شاهد اپريدی به غوره لوبغاړی وي.

عبد الستار احمدزی، ليل، فرانسه

د کرکټ لوبه که څه هم زموږ د افغانانو په نصيب کې نه شوه خو اوس د پاکستان کېږي او هغوی سره الله مل دی.

عمران ستانکزی، هرات

تېرو لوبو ته په کتو سره، زما په فکر د دی اتلوليو پای لوبه به پاکستان گټي.

سيد محمد، پغمان کا بل

زه ما په نظر به هند دا سيالي گټي او په تېره بيا پاکستان ته به لويه ماته ورکوي دا زه ما ارزو ده.

وحــــيــــدالله زهـــــيــــــر، اســــعـــدآبـــــاد

زه ډېرخواشينى يم ځکه چه افغانستان په دې لوبوکې موجوديت نه لري، که چېرې افغانستان په دې لوبو کې برخه درلودى نو د افغانانو لپاره به ډېرې زياتې جالبې وى. خو بيا هم نظر د پښتنو ننګونو ته او د لوبې جالبيت ته بايد ووايم چه ښه اوغوره لوبغاړى به شاهد اپريدى وي او چې هندوستان يې وګټي نوښه به وي.

محمد يوسف، کابل

ان شاء الله پاکستان به يې ګټی، او زما شاهد اپريدی ډېر خوښېږي، ان شاالله د غوره لوبغاړي مقام به هم شاهد اپريدی ګټي او زما د ټولو ملګريو دعاوې ورپسې دي خدای مهربان دی چی کامياب شي.

أ‌. ملکزی، ناروې

ان شاء الله هند به يې د پاکستان په وړاندې ګټي، او اتلولي به هم د هندوستان وي.

معشوق، اوسلو، ناروې

د کرېکېټ نړيوال کپ به هندوستان ترلاسه کوي، پاکستان به د مارچ ۳۰ مه نيمه پايلوبه کې لوبه بايلي او کور ته به ستنېږي.

عبد الوکيل، هلمند

زما په نظر دا نړيوال کپ د سريلانکا دی ځکه د سريلانکا د منډو شمېر تر ټولو زيات دی.

نجيب سامع، انټر ورپن

هيله لرم هند دغه اتلولي وګټي، او خوشاله به شم که يې پاکستان د هند په وړاندې وبايلي.

جمال الدين حيران احمدزی، استانبول، ترکيه

ان شاء الله پاکستان به يې ګټي، او اپريدی به د لوبو غوره لوبغاړی وي.

رفيع الله غورځنګ، کندهار

زما په نظر د سږ كال اتلولي به د سويلي افريقا لوبډله له ځان سره خپل كور ته يوسي. خو كه هغه نه وه، نو په څنګ كې به يې نيوزلنډ، او يا هم هند لوبډله وي، چې لومړی مقام به تر لاسه كړي.

ښايي غوره لوبغاړی شاهد اپريدی وټاكل شي. كه هغه نه وي نو يووراج او يا به هم ټنډولكر وي، ځكه ټنډولكر په پنځوس اوريز نړيوال جام لوبو كې د منډو په اوسط تر ټولو مخكې دی.

عالم ګير ځدران، اکلنډ، نوی زيلنډ

ان شاء الله هند به لوبه ګټي او سچين ټنډلکر به غوره لوبغاړی وي.

ستاسې په نظر کرېکېټ روانه اتلولي به کوم هېواد وګټي، او څوک به غوره لوبغاړی وي؟

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .