حسني مبارک د ' زړه په ناروغۍ' اخته شوی

مبارک
Image caption ښاغلی مبارک وايي چې یوازې په مصر کې یو بانکي حساب لري.

له مصر څخه رپوټونه وايي چې د فساد او د تېرو لاریونونو پرمهال د ګڼو خلکو د وژل کېدو په تړاو ددغه هېواد پر مخکیني ولسمشر حسني مبارک د لوی څارنوال د پوښتنو د ځوابولو پرمهال د زړه حمله راغلې ده.

د شرم الشیخ روغتون رییس وړاندې ویلي ول چې د ښاغلي مبارک روغتیايي وضعیت ښه نه دی.

۸۲ کلن حسني مبارک پر مصر تر ۳۱ کلنې واکمنۍ وروسته د تېرې فبرورۍ پر ۱۱مه له دندې استعفا ورکولو ته اړ شو.

حسني مبارک چې دوې ورځې وړاندې د مصر د لویې څارنوالۍ له خوا د پوښتنو ګروېږنو لپاره ورغوښتل شوی و، د مصردولتي تلوېزیون د ځينو ډاکټرانو په حواله ویلي ول چې ښاغلي مبارک له څه خوړلو یا څښلو ډډه کړې ده.

د ښاغلي مبارک پر دوو زامنو عل او جمال هم د فساد تورونه دي، چې دا مهال تر سختې څارنې لاندې دي

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ویلي یو شمېر کسان د هغه روغتون مخې ته راټول شوي ول، چې ښاغلی مبارک په کې بستر شوی او په لاسونو کې یې د ''قصاب دلته دی'' شعارونه نيولي ول.

د انځور حقوق gb
Image caption پر ښاغلي مبارک او کورنۍ یې له مصر څخه د وتلو بندیز لګول شوی دی.

د مصر مخکینی ولسمشر تېر کال د المان په هایدلبرګ روغتون کې عملیات وکړل، چې د رپوټونو له مخې، د هغه روغتیايي وضعیت ان هغه وخت سم نه و.

د بي بي سي یو خبریال وايي ډاکټرانو د مصر له واکمنې پوځي شورا غوښتي چې ښاغلي مبارک ته المان ته د درملنې لپاره د تلو اجازه ورکړي، خو ددوی دې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویل شوی.

ښاغلی مبارک، د هغه دوه زامن او ښځه دا مهال له مصر څخه د وتلو حق نه لري او شمتنۍ یې د دولت له خوا کنګل شوې دي، خو ښاغلی مبارک پرې ټول لګول شوي تورونه ردوي.

شالید

حسني مبارک د ۱۹۲۸ د مۍ پر څلورمه د مصر د 'المنوفیة' ولایت په 'کفر المصیلحة' کلي کې، چې د قاهرې شمال دلتا سیمه بلل کېږي، نړۍ ته سترګې وغړولې .

تر لومړنیو زده کړو وروسته د مصر په حربي اکاډيمۍ کې شامل شو، په ۱۹۴۸ کال په پوځي ډګر کې یې د لېسانس تر لاسه کولو وروسته په ۱۹۵۰ کال د هوايي ځواک له اکاډيمۍ فارغ شو .

په ۱۹۶۴ کال پوځي قومنداني وروسپارل شوه او د قاهرې په لوېديځ کې د هوايي ځواکونو د یوه کنډک مشر شو .

Image caption مبارک د انور سادات مرستیال و، او په ۱۹۸۱ کې د هغه تر وژل کېدا وروسته د مصر ولسمشر شو .

حسني مبارک لوړې زده کړې د شوروي اتحاد په "فرونز" پوځي اکاديمۍ کې ترسره کړې، او د ۱۹۶۷ په نومبر کې د مصر د پوځي ځواکونو د مشرتابه له خوا د هوايي ځواک مدیر وټاکل شو .

په ۱۹۷۲ کې مرستیال دفاع وزیر، د هوايي ځواکونو قومندان او لوی درستیز وټاکل شو .

او په ۱۹۷۳ کېد هغې پلان جوړوونکې ډلې غړی شو، چې په لړ کې یې د اکتوبر پر ۶ مه پر اسراییلو د برید پلان جوړ کړ .

په بله جګړه کې حسني مبارک د مصر د مخکني ولسمشر انور سادات له خوا په ۱۹۷۵ کال د هغه د مرستیال په توګه وټاکل شو .

ورته مطالب