افغان کرېکېټ لوبډله په اېبټ اباد کې لوبېږي

افغان کرېکېټ
Image caption افغان کرېکېټ لوبډله يو ورځنيو نړيوالو لوبو کې د لوبېدو حق تر لاسه کړی دی.

ټاکل شوې افغان کرېکېټ لوبډله په روانه مې کې له پاکستان نه په دوره پيل وکړي، چې په اېبټ اباد کې به د پاکستان اې لوبډلې سره يوه ورځنۍ لوبه کوي.

اېبټ اباد په دې ورځو کې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن د وژنې له امله د خبرونو سرليکونه او د رسنيو د پام مرکز جوړوي.

د افغانستان کرېکېټ لوبډله به د پاکستان اې په وړاندې د يو ورځنۍ دريو لوبو په لړۍ کې لوبېږي. لومړۍ لوبه به د مې په ۲۵ مه په فيصل اباد کې کوي، او دوهمه به د مې په ۲۷ مه په راولپنډۍ کې ترسره کېږي.

په اېبټ اباد کې به افغان لوبډله د دغې لړۍ په وروستۍ لوبه کې د مې په ۲۹ مه لوبېږي.

خبريالان وايي دوه کاله وړاندې په لاهور کې د سريلانکا پرلوبډلې له ترهګر بريد وروسته افغان لوبډله لومړۍ نړيواله لوبډله ده چې په پاکستان کې لوبېږي.

که څه هم د دواړو لوبډلو ترمنځ دغه لوبې يوه ورځنۍ نړيوالې سيالۍ نه دي، خو اټکل دی چې په پاکستان اې لوبډله کې د ټېسټ يا يو ورځنيو لوبو تجربه لرونکي لوبغاړي هم شامل وي.

پاکستان اې لوبډله به بيا په ځواب کې افغانستان ته د لوبو په موخه سفر کوي.

افغان کرېکېټ لوبډلې په ډېر کم عمر سره په نړيوالو کرېکېټ لوبو کې بې ساری پرمختګ کړی، او د کرېکېټ نړيوالې شورا (ای سي سي) له خوا يې د يو ورځنيو نړيوالو لوبو حق ترلاسه کړی دی.

خو تر اوسه افغان لوبډلې يوازې له کېنيا، سکاټلنډ، هالنډ او کاناډا سره يو ورځنۍ نړيوالې لوبې کړې، او د ټېسټ لوبو څښتنانو کوم هېواد بيا له افغانستان سره نه دی لوبېدلی.