له اسامه سره دوه ځلې لیده کاته

اسامه د انځور حقوق AP
Image caption اسامه بن لادن چې غلی او حیاناک طبیعت یې درلود، له مطبوعاتي کنفرانس وروسته د مېلمستیا په ترڅ کې، د خبریالانو پوښتنو ته په ټوکو – ټوکو ځوابونه وویل.

د القاعدې له مشر سره په دوو ملاقاتونو کې چې د ۱۹۹۸ کال په اوږدو کې ترسره شول ، دا یوه داسې موقع وه چې د نوموړي د ژوند په هکله د یو څه پوهېدو موقع برابره شوه.

د افغانستان په جنوب ختيځ ولایت خوست ‎کې مې له اسامه بن لادن سره لومړی ملاقات په البدر روزنیز کمپ کې وشول، دغه سیمه د شمالي وزیرستان قبایلی سیمو ته څېرمه پرته ده.

د ۱۹۹۸ کال د مۍ پر ۲۶مه ما هم د نورو رسنیو له استازو سره په هغه مطبوعاتي کنفرانس کې ګډون وکړ چې د القاعدې مشر بللی و.

په ۲۰۰۱ کې پر افغانستان د امریکا په بریدونو کې د شیخ تاثیر عبدالله له وژل کېدو وروسته، الظواهري د اسامه بن لادن د مرستیال په توګه چارې سنبال کړې او الظواهري د القاعدې د نظریاتي مشر په نامه هم یاد شو.

الظواهري په انګریزي ژبه ډېر ښه غږېده او زما او د اسامه بن لادن ترمنځ د خبرو اترو پر مهال زموږ د خبرو ژباړه کوله او دا کار یې په ډېر ښه توګه ترسره کړ.

د خوست په مطبوعاتي کنفرانس کې اسامه بن لادن د ( نړیوالې اسلامي جګړې) اعلان وکړ، ددې مقصد د صیهونیزم او نصرانیت پر خلاف جهاد کول وو.

صیهونیزم د اسراییل په معنی او له نصرانیت د امریکا معنی اخیستل کیږي.

اسامه بن لادن له دې سره چې د یو نوی جنګ اعلان یې وکړ دا یې هم وویل چې القاعده به ددې جګړې یوه برخه وي.

د مطبوعاتي کنفرانس پر مهال، اسامه بن لادن د مسلمانانو د ډېرو ستونزو پړه د امریکا او اسراییل پر غاړه واچوله.

امریکا یې مخاطبه کړه او د فلسطین د مسالې یادونه یې وکړه او ویې ویل چې د امریکا د مالي او دفاعي مرستو له کبله اسراییل پر فلسطینیانو ظلم کوي.

نوموړي په خپل پلرني هېواد سعودي عربستان کې د امریکایي عسکرو په شتون هم نیوکه وکړه.

د هغوی د جګړې ټول پام پر فلسطین د اسراییلو د قبضې ختمېدل او له عربستان څخه د امریکایي عسکرو وتل ول او اسامه بن لادن وویل چې هغوی به له نورو اسلامي بنسټ پالو ډلو غوښتنه وکړي چې د دغه مقصد پوره کولو لپاره له دوی سره یوځای شي.

خوست ته د اسامه له ورتګ سره هلته د هغه تود هرکلی وشو او په خوشالۍ کې یې هوايي ډزې هم وکړې.

اسامه په څلور یا په پنځو موټرو کې هلته راغی چې ساتونکو یې پر اتومات وسلو سربېره لاسي راکټ لانچر هم لرل.

لیدونکو ته وروسته معلومه شوه چې هوایي ډزې کوونکي د القاعدې ډلې غړي نه ول بلکې ځینو کسانو ته دا مسؤولیت ورکړل شوی وو چې په دې کار سره د رسنیو استازي تر خپل اغېز لاندې راولي.

اسامه بن لادن چې غلی او حیاناک طبیعت یې درلود، له مطبوعاتي کنفرانس وروسته د مېلمستیا په ترڅ کې، د خبریالانو پوښتنو ته په ټوکو – ټوکو ځوابونه وویل.

کله چې ترې وپوښتل شول، چې له درو ښځو یې څو اولاده شوي؟ هغه وویل چې ''د ماشومانو شمېر مې دومره دی چې له ما یې هم حساب ورک دی.''

''وینه تر اوبو هم ډېره نری وي''

دویم سوال دا وو چې په سعودي عربستان کې ستاسو کورنۍ دا اعلان وکړ چې نور له تاسو سره اړیکي نه لري، ایا په حقیقت کې هم داسې دي؟ نو د هغوی ځواب دا وو چې ''وینه تر اوبو هم ډېره نری وي''.

او کله چې له نوموړي د هغه د مالي سرچینو په اړه وپوښتل شول، نو هغه خپل ښی لاس په خپل زړه کېښود او ویې ویل ''زما زړه غني دی''.

بل ځل مې له اسامه بن لادن سره د ۱۹۹۸ په دسمبر کې د افغانستان په هلمند ولایت کې وکتل، دا لیدل په یوه خیمه کې وشو ، چې په کې د ایمن الظواهري، د اسامه بن لادن زوی محمد په ګډون لږ ترلږه ۲۰ کسه نور هم موجود ول.

د همدې کال د دسمبر پر ۲۳مه د کندهار په ډېرې سړې شپې کې تر شپږو ساعتونو وروسته یو څو کسه چې په کې یو شمېر عرب (مجاهدین) هم ول، زما د بېولو لپاره راغلل چې زه له هغه کس سره یادګاري مرکه وکړم چې د نړۍ تر ټولو مطلوب کس و.

د القاعدې مشر اسامه بن لادن په انګریزي ژبه پوهېده، کله به هم چې له نوموړي وپوښتل شول، نو د ژباړن ایمن الظواهري له ژباړې مخکې به دی په پوښتنه پوی و او ځواب به یې کاوه.

نوموړي په خپلو خبرو کې ځينې دري او پښتو توري هم کارول.

هغه ټولې خبرې په عربي ژبه وکړې او ویې ویل چې په عربي ژبه خپل مطلب په واضحه ټوګه بیانولې شي.

د نوموړي لهجه ډېره نرمه وه او ظاهري حرکات یې د خلکو له هغه ګمان سره برعکس چې ګواکې نوموړی د سیاسي اختلافاتو حل لاره د وینې تویده ګڼي.

ورته مطالب