کریکټ: امنيتي ستونزو د ایبټ اباد لوبه اسلام اباد ته واړوله

د افغانستان د کریکټ بورډ وايي د یو شمېر امنیتي ستونزو او ګواښونه له کبله له پاکستان الف لوبډلې سره یې په ایبټ اباد کې د کریکټ کېدونکې یوه لوبه اوس په پلازمېنه اسلام اباد کې کیږي.

د کریکټ بور‌ډ اجراییوي مشر نسیم الله دانش وايي دغه پرېکړه د پاکستان د کریکټ بورډ د مشر اعجاز بټ او د دغه هېواد د کورنیو چارو د وزیر رحمن ملک ترمنځ له یوې ځانګړې غونډې وروسته شوې ده.

ښاغلي دانش وویل له ایبټ اباد نه اسلام اباد ته د لوبې د انتقال په برخه کې د افغانستان د کریکټ بورډ مشر او د ماليې وزیر حضرت عمر زاخېلوال هم له پاکستاني چارواکو سره تماسونه ټينګ کړي و.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .