نوروز منګل: له پاکستان سره لوبه اسانه نه ده

د افغانستان د کریکټ د ملي لوبډلې کپټن نوروز منګل وايي د پاکستان له الف ټیم سره لوبو ته جدي ګوري او اسانه یې نه نیسي.

ښاغلي منګل د پاکستان اعلان شوې الف لوبډله چې مشري یې د دغه هېواد تیز کيڼ لاسي توپ اچوونکي سهیل تنویر کوي، پېاوړې وبلله خو زیاته یې کړه چې افغان لوری هم په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې ښې لاس ته راوړنې لري او هیله مند دي چې له پاکستان نه هم دغې لوبې وګټي.

د پاکستان په اعلان شوې الف ټیم کې د افغان لوبغاړو په خبره اوه اته داسې لوبغاړي شته چې د پاکستان په ملي ټیم کې هم لوبيدلي،خو پاتې نورو یې بیا د پاکستان کورنی کریکټ ډیر کړی دی او ښه ځلیدلي دي.

ښاغلي منګل په کابل کې خبریالانو ته د خبرو پرمهال افغان ملي لوبډلې ته د یو شمېرو نویو لوبغاړو پر راتلو هم خوښي څرګنده کړه، خو په دوی کې یې په ځانګړي ډول د کلبدین نایب، دولت ځدران او جاوید احمدي نومونه یاد کړل چې ښايي له پاکستان سره په لوبو کې ښه وځلیږي.

افغان کریکټ لوبډله

افغانستان له پاکستان سره، د روانې میاشتې پر ۲۵ ،۲۷ او ۲۹ باندې درې یوه ورځنۍ لوبې کوي چې په فیصل اباد، راولپنډۍ او اسلام اباد کې ترسره کېږي.

ګلبدین نایب الراونډر او جاوید احمدي ښي لاسی بیسټمین دی چې وړاندې یې هم د افغانستان له لورې یو شمیر لوبې کړي خو دا به د تیز توپ اچوونکي دولت ځدران لومړنۍ او رسمي لوبې وي.

افغان ملي لوبډلې په ختیځ ښار جلال اباد کې د پاکستان د لوبو لباره درې ورځې تمرینونه وکړل او په پام کې ده نن (دوشنبه۲۳-۵) تر غرمې وروسته د پاکستان په لورې وخوځېږي.

د یادونې وړ ده چې له پاکستان سره ددغو لوبو په ترڅ کې د افغان کریکټ ملي لوبډلې د لوبو رسمي لباس هم بدل شوی دی.

افغانستان له پاکستان سره، د روانې میاشتې پر ۲۵ ،۲۷ او ۲۹ باندې درې یوه ورځنۍ لوبې کوي چې په فیصل اباد، راولپنډۍ او اسلام اباد کې ترسره کېږي، وړاندې یوه لوبه په ایبټ اباد کې په پام کې نیول شوې وه.

افغانستان لومړنی هېواد دی چې د ۲۰۰۹ کال د مارچ په میاشتې کې په لاهور ښار کې د سریلانکا د کریکټ پر لوبډلې له وسله وال برید ورسته،پاکستان ته ځي.

د افغانستان کریکټ بورډ یو وارې بیا په رسمي ډول نوروز منګل د افغانستان د ملي لوبډلې د کپټن په توګه ونوماوه،دی به د یوې ورځنیو، شل اوریزو او څلورو ورځنیو لوبو مشري کوي،تر ده وړاندې افغان تیز بالر حمید حسن د افغانستان د کریکټ د ملي لوبډلې کپټن و، او تر هغه وړاندې بیا محمد نبي عیسي خیل د لوبډلې مشري کوله.

د یادونې وړ ده چې له پاکستان سره ددغو لوبو په ترڅ کې د افغان کریکټ ملي لوبډلې د لوبو رسمي لباس هم بدل شوی دی.

په اوسني لباس کې د افغانستان بیرغ کښل شوی دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .