نړيوال کریکټ افغانانو بيا پاکستان ته وروړ

افغان کریکټ لوبډله په اسلام اباد کې د انځور حقوق b
Image caption د پاکستان د کریکټ چارواکي به هيله من وي چې دا کتنه د کریکټ په نړۍ کې ددغه هيواد گوښه پاتې حالت پايته ورسوي.

له هغه مهاله چې دوه کاله وړاندې د سريلانکا د لوبډلې او چارواکو گاډى په لاهور کې د توپکوالو له بريد سره مخامخ شو، نړيوال کریکټ يو ځلې بيا پاکستان ته ورستنېږي.

ټاکل شوې افغانستان د دريو يو ورځنيو لوبو لومړۍ د پاکستان له الف ډلې سره په اسلام آباد کې وکړي. خو اټکل نه دى چې د کریکټ نور لوبېدونکي هيوداونه دې ژر پاکستان ته ورشي.

د کریکټ يوه پاکستاني چارواکي هيله وښوده چې د افغانانو ورتگ نورې نړيوالې ډلې هم وهڅوي چې دغه کړکېچ ځپلي هيواد ته ورشي. خو سريلانکا همدا اوونۍ د لوبو لپاره د ورتگ بلنه رد کړه.

د ٢٠٠٩ کال په مارچ کې د سريلانکايي لوبغاړو د سپرلۍ گاډى په لاهور کې د توپکوالو له بريد سره مخامخ شو.

شپږ لوبغاړي او د ډلې دوه ناظمان ټپيان شول. هغوى د دويم ټېسټ مچ پر درېيمه ورځ لوبغالي ته پر لاره وو.

تر دې وروسته پاکستان د کریکټ د نړيوالو لوبو د کوربه توب لپاره له امنيتي پلوه خورا خطر ناک وبلل شو. دا د پاکستانيانو لپاره چې د کریکټ لېوني عاشقان دي، يو خورا تياره پړاو و. خو د دوشنبې په ورځ افغانستان لومړنۍ بهرنۍ لوبډله شوه چې په دوو کلو کې دغه هيواد ته ورځي.

دوى به د پاکستان د دويمې کچې له يوې ډلې سره درې لوبې کوي چې محدود اووارونه لري.

خو امنيت لا هم يوه اندېښنه پاتې ده. د لوبو سمبالوونکي اړ شول چې د لوبو مهالوېش واړوي. هغوى په اېبټ آباد کې له لوبو نه چې مخکې ټاکل شوې وه، تېر شول.

دا ښار په نړۍ کې تر هغه وروسته مشهور شو چې اسامه بن لادن په کې د امريکايي ځانگړو ځواکونو له خوا ووژل شو. اټکل دى چې په اسلام آباد، راولپنډۍ او فيصل آباد کې به د لوبو ځاى ته ډېر وگړي ورشي.

د پاکستان د کریکټ چارواکي به هيله من وي چې دا کتنه د کریکټ په نړۍ کې ددغه هيواد گوښه پاتې حالت پايته ورسوي.

ورته مطالب