فوټبال: جرمني کاناډا ته ۲-۱ ماتې ورکړه

د ښځو فوټبال
Image caption جرمني چې د ښځو دوه تېرې پرله پسې اتلولۍ يې ګټلې د کاناډا پر وړاندې کلکه لوبه وکړه او په سختۍ يې وګټله.

د ښځو فوټبال نړيوالې اتلولۍ په جرمني کې پيل شوې. په لومړنيو لوبو کې کوربه هېواد کاناډا ته د (2-1) د يو په مقابل کې په دووګولونو او فرانسې د صفر په مقابل کې په يو ګول (1-0) نيجېريا ته ماتې ورکړه.

له برلېن نه د بي بي سي خبريال سټيو ايوان راپو راکوي

د ښځو فوټبال نړيوالو اتلوليو د پرانيستې دواړه لوبې د ګڼ شمېر مينالو په وړانېد ترسره شوې، د فرانسې او نيجېريا لوبه ۲۵ زره کتونکيو او د جرمني او کاناډا ترمنځ لوبه د څه پاسه ۷۰ زره کسانو په وړاندې ترسره شوه.

د جرمني او کاناډا لوبه د برلېن په اولپيک لوبغالي کې وه، چې لومړۍ وزيره انګېلا مېرکل هم ورغلې وه.

د ښارونو په عامه پارکونو او څلورلاريو کې د ټلوزيون سترې پردې هم لګېدلې دي، چې ګڼ شمېر مينه وال له کورونو او استګنځيو بهر هم وکولی شي د اتلولۍ ټولې ۳۲ لوبې په ژوندۍ بڼه وګوري.

دا د ښځو فوټبال شپږمه نړيواله اتلولي ده، چې لوبې به يې دری اوونۍ دوام وکړي. د اتلوليو نندارې لپاره ۷۰۰ زره ټکټونه پلورل شوي دي. د ښځو لپاره فوټبال له ۱۹۷۰ کال راهيسې اوږد مزل وهلی دی.

هغه مهال د جرمني د فوټبال چارواکيو ويل دغه ډول درنه او زورکارونې لوبې د ښځو طبيعت لپاره په بنسټيز ډول نا اشنا دی او له ادب او درنښت سرغړونه ده.

د دغو نړيوالو اتلوليو په پرايستونکو لوبو کې د لوړې کچې مهارت او ډامايي لوبېدنه نندارې ته وړاندې شوه.

جرمني چې د ښځو دوه تېرې پرله پسې اتلولۍ يې ګټلې د کاناډا پر وړاندې کلکه لوبه وکړه او په سختۍ يې وګټله.

امريکا هم دوه ځله دغه اتلولي ګټلې، او د اولمپيک واکمنه اتله ده، چې او د جرمني اتلوليو کې له شمالي کوريا، کولوبيا، او سويډن سره په سي ګروپ کې لوبېږي.

د دغې اتلولۍ ټولې ۱۶ لوبډلې په څلورو ګروپونو وېشل شوې دي، دوه د سرلوبډلې به يې مينځلوبو ته لار مومي.

د ښځو فوټبال دغو اتلوليو پايلوبه به د جولای په ۱۷ مه په فرانکفورټ کې کېږي.

ورته مطالب