کریکټ: د احمدشاه ابدالي سياليو اتله د ۱۹ کلنو لوبډله شوه

کریکټ
Image caption په دې سياليو کې د ١٩ کلنو لوبډله ځکه برخه نه اخلي، چې دوى د ايرلينډ د سياليو لپاره خپل تمرينات پيلوي.

په کندوز ولايت کې د زونونو د کرکټ لوبډلو تر منځ د احمدشاه ابدالي سياليو په پاى لوبه کې د ١٩ کلنو لوبډلې بند امير زون لوبډلې ته په ماتې ورکولو د دې سياليو اتله شوه.

د جون پر دويمه په کندز ښار کې په پيل شوې دغې سيالۍ کې، مس عينک، بست، امو، بند امير، سپين غر او د ١٩ کلنو ملي لوبډلې برخه اخيستې وه.

پاى لوبه د ١٩ کلنو ملي لوبډلې او بند امير زون ترمنځ وشوه چې ټاس يا پچه د بند امير کپتان وګټله او لومړۍ يې پخپله د بيټنګ پرېکړه وکړه.

بند امير په ٥٠ اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ٢٣٣ منډې وکړې او د ١٩ کلنو لوبډلې ته يې د ٢٣٤ منډو هدف وټاکه.

د بند امير لوبډلې له لوري محمود ٧٢ ، عمران خان ٤٢ او شکور ذکي ٤٨ منډې وکړې او د ١٩ کلنو لوبډلې له لوري نجيب الله او جاوېد احمدي درې، درې او داوود احمدزي دوه لوبغاړي وسوځول.

د ١٩ کلنو ملي لوبډلې دغه هدف د ۵۰ اوور په وروستي توپ د ۹ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د دې سياليو اتل شو. د دوى له لوري ناصر جمال ٥٠ او رحيم منګل ٣٩ منډې وکړې.

د بند امير له لوري نصرت الله نصرت او نور الحق ملکزي درې ، درې او محمود دوه لوبغاړي وسوځول.

د بند امير لوبډلې پياوړى لوبغاړى محمود چې ٧٢ منډې يې وکړې او دوه لوبغاړي يې هم وسوځول د پاى لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

د ١٩ کلنو لوبډلې کپتان شېرمحمد شېرزي وويل چې دوى د دې سياليو له پيل څخه د يوه پلان له مخې لوبه کوله او پر هغو لارښوونو يې عمل کاوه، چې دروزونکي له خوا ورته کېدې.

شېرزي وويل چې دې اتلولۍ لاسته راوړلو سره د دوى مورال لوړ شوی او دوى به وکولى شي په ايرلينډ کې د ١٩ کلنو لوبډلو د نړيوال جام په غوراوي سياليو کې ښه وځليږي.

ټاکل شوې ده چې دوه ورځې وروسته د جولاى په ٣مه، په کندز ولايت کې د هېواد د پنځو زونونو د کرکټ لوبډلو ترمنځ د کرکټ شل اووريزې سيالۍ پيل شي.

په دې سياليو کې د ١٩ کلنو لوبډله ځکه برخه نه اخلي، چې دوى د ايرلينډ د سياليو لپاره خپل تمرينات پيلوي.

ورته مطالب