په واشنګټن کې د افغان لوبو د کلنۍ لمانځنې مېله

Image caption ددغه لوبو په وروستۍ ورځ نارينه او ښځينه لوبغاړو د واليبال د اتلولۍ سيالي وکړه چې نندارچيانو يې په چکچکو او نارو ملګرتيا کوله .

د افغان لوبغاړو د ډلې د ۱۴ کلني کپ يا جام د لمانځنې د لوبو او کلتور دغه مېلې ته چې په واشنګټن کې جوړه شوې وه، د امريکا له بېلابېلو ايالتونو، کاناډا، اروپا او اسيا څخه په زرګونو افغانان راغلي ول .

سږنی مېله څلور ورځنۍ وه چې د افغان سپورټ فيډرېشن د ويبپاڼي په بشپړېدو سره پیل شوه .

د لومړۍ ورځي په ماښمنۍ غونډه کې يې چې د واشينګټن په مارياټ هوټل کې جوړه شوې وه پر نورو مخورو سربېره يې رسنيو ته هم ډوډۍ کړې وه .

د لوبو پيلامه يې تېره پنجشنبه کښېښول شوه او په يکشنبه پای ته ورسېده .

د اتلولۍ لوبي او کلتوري باڼدارونه يې واشنګټن ته په څېرمه جرمن ښارګوټي کې وشول .

د اتلولۍ تر لوبو وروسته د نارينه او ښځينه واليبال، باسکيټبال او فوټبال اتلان او اتلانې په انعامونو او جايزو ونازول شول بيا تر نيمې شپې پورې درې ژبو سندرغاړو کانسرټ وړاندې کړ .

د فوټبال د نارينه وو په سيالۍ کې د نيويارک د برېښنا لوبډلې او د نيوجرزي ايالت د پامير لوبډلې سره غېږ په غېږ شوې چې د برېښنا په سوبه پای ته ورسېده .

خو ګڼ شمېر لوبغاړو ګيله کوله چې د دوی د ادعا له مخې افغان سپورټس فيډرېشن پر سر ددې چې دوی يې تل ملاتړ کړی ستونزې ورته جوړوي .

د دوی په قول په وړاندې يې د توکميز او ژبني توپير څخه کار اخلي .

تردې چې برېښنا لوبډلي ته يې دخپلي وړتيا حق هم نه دی ورکړی.

د نيويارک د اتحاد فوټبال لوبډلې يو پخوانی لوبغاړي محمد ويس دغه خبره تايیدوي او وايي چې د افغان سپورټس فيډرېشن دا لومړی وار نه تردې د مخه يې په نيوجرزي ايالت په لوبو کې هم د دوس سره بې انصافۍ کړي دي .

خو د افغان سپورټس فيډرېشن ددغه تور پر وړاندې له څه ويلو ډډه وکړه .

ددغه لوبو په وروستۍ ورځ نارينه او ښځينه لوبغاړو د واليبال د اتلولۍ سيالي وکړه چې نندارچيانو يې په چکچکو او نارو ملګرتيا کوله .

Image caption د ښځو د فوټبال د اتلولۍ شال د کليفورنيا د هيلۍ ارغنديوالې پرسر شو .

بيا د کليفورنيا ايالت د فوټبال دو ښځينه لوبډلو ټرې سي ايف سي او اتفاق د اتلولۍ سيالي وکړه چې د نندارچيانو ډېر زيات پام يې ځان ته را اړولی و .

د باسکيټبال د نارينه ود اتلولۍ لونګۍ د ورجينيا د ښار يوسف انصاري يووړه اود نارينه د واليبال دا هم د ورجينيا ازي وسيق پرسر کړل .

د ښځو د فوټبال د اتلولۍ شال د کليفورنيا د هيلۍ ارغنديوالې پرسر شو .

د افغان سپورټس فيډرېشن ادعا کوي چې د لوبو او کلتور دغه غونډه له افغانستان څخه د باندې د افغانانو تر ټولو لويه غونډه وه .

ورته مطالب