په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کریکټ: د افغانستان او کولمبو سیالي مساوي شوه

Image caption افغان لوبډله نن بېرته افغانستان ته ستنيږي او د کاناډا په انټر کانټينيټل سياليو کې د گډون لپاره به ځان تللو ته چمتو کوي، د سري لانکا د لوبو موخه دغه جام ته د افغان لوبډلې چمتو کېدل وو.

په سري لانکا کې د افغانستان د کریکټ د ملي لوبډلې او کولمبو کلب تر منځ دوه ورځنۍ لوبه مساوي اعلان شوه.

د کولمبو کلب د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ١٢٧ منډې جوړې کړې وې، په ځواب کې يې افغان لوبغاړو ٣٨ منډې جوړې کړې وې او يو لوبغاړى يې هم نه و سوځيدلې چې د خراب موسم له کبله لوبه ودرېده او د لوبڅار له خوا مساوي اعلان شوه.

افغان لوبډله نن بېرته افغانستان ته ستنيږي او د کاناډا په انټر کانټينيټل سياليو کې د گډون لپاره به ځان تللو ته چمتو کوي، د سري لانکا د لوبو موخه دغه جام ته د افغان لوبډلې چمتو کېدل وو.

د افغانستان د کريکيټ بورډ د رسنيو د برخې مشر فريد هوتک پر همدې اړه څرگندونې لري.