فوټبال: په انګلستان کې د هند او پاکستان د فوټبال سیالۍ پیلېږي

فوټبال د انځور حقوق AP
Image caption د پاکستان او هندوستان ترمنځ د فوټبال وروستۍ سيالي په ٢٠٠٥ کال کې ترسره شوې وه.

په پام کې ده چې د هندوستان او پاکستان د فوټبال لوبډلې په راتلونکې اګست کې په انګلستان کې په درېیو سیالیو کې ګډون وکړي.

د لوبو دا لړۍ د اګست پر ۲۵مه پیلېږي.

د هندوستان د فوټبال فدراسیون وايي چې دا سيالۍ به د پاکستان او هندوستان هغه مهاجرو وگړو ته چې په انگلستان کې مېشت دي، د خپلو هېوادو د ټيمونو د لوبې کتلو فرصت ورکړي.

اې ایف پي وايي، دا سیالۍ به د مانچسټر، کونټري او لندن په ښارو کې ترسره کېږي.

هندوستان او پاکستان چې خپلو کې ډېر ه سيالي لري، وړاندې ېې پۀ کریکټ او هاکي کې ډېرې لوبې کړي، چې په ځانگړې توگه د د واړو هېوادو د کریکټ لوبې تل له دواړو خواوو څخه ډېر مينه وال لري.

دا به په تېرو نژدې شپږو کالو کې لومړى ځل وي چې د هندوستان او پاکستان د فوټبال لوبډلې له یو بل سره مخامخ لوبې کوي.

د دوى ترمنځ وروستۍ سيالي په ٢٠٠٥ کال کې ترسره شوې وه.

ورته مطالب