په ننګرهار کې د کریکټ لوبغالی پرانیستل شو

Image caption دا لوى لوبغالى د جلال اباد ښار په ختيز په شاوخوا ۱۵کلومترۍ کې د غازي امان الله خان په مېنه کې جوړ شوى.

د لومړي ځل لپاره د افغانستان د کریکټ لوبو لپاره لوى لوبغالى د افغانستان په ختيز ولايت ننګرهار کې جوړ شو چې رسماً پرانیستل شو.

په ۱۶جرېبه ځمکه دغه جوړ شوي لوبغالي کې په يوه مهال شااو خوا ١٤٠٠٠ ننداره کوونکي ځايېږي.

د افغانستان د ماليې وزير او د کریکټ بور‌ډ اداري مشر ډاکټر عمر زاخېلوال په دغو پرانیستونکو مراسمو کې وويل چې په ټوليز ډول پر دغه لوى لوبغالي تر دې دمه نژدې دوه ميلیو نه ډالر لګښت راغلى چې نيمايي يې د يو ملي سوداګر نجيب زراب له لوري ورکول شوي او نيمايي يې حکومت پر غاړه اخیستي دي.

همدارنګه، د ځمکې لګښت يې چې د ښاغلي زاخېلوال په وينا يونيم ميليون ډالر کېږي هغه هم ياد شوي سوداګر ورکړي دي.

د لوبغالي ځينې برخې لا نه دي جوړې شوې او وروسته په رغېږي.

دا لوى لوبغالى د جلال اباد ښار په ختيز په شاوخوا ۱۵کلومترۍ کې د غازي امان الله خان په مېنه کې جوړ شوى.

په همدې حال کې په لوبغالي کې د افغانستان د ملي لوبډلې او د ۱۹ کلنو ځوانانو د لوبډلې ترمنځ يوه ورځنۍ ۲۰ اوريزې سيالۍ هم د لوبغالي له پرانیستې سره سمې پيل شوې.

ورته مطالب