والیبال: سرې میاشتې برګيمټال ته ماتې ورکړه

توپ
Image caption په پایله کې ۱۲ لوبغاړو د نورستان د ټاکل شوې لوبغاړي غړي شول.

په نورستان کې د سرې مياشتې د واليبال لوبډلې د برگمټال لوبډلې ته ماتې ورکړه او ددغو سياليو اتله شوه.

په دغو سياليو کې له ټول نورستان څخه د واليبال اتو لوبډلو برخه اخیستې وه.

د افغانستان د اولمپيک د ملي کمېټې د رسنيو د برخې مشر عارف پيمان وايي چې ددغو لوبو موخه د نورستان ولايت د واليبال لوبډلې ته غوره لوبغاړي موندل وو.

ښاغلی پیمان زیاتوي، چې په دې سیالۍ کې د برګيمټال ولسوالۍ لوبډلې دویم او د امنیه قومندانۍ ټيم درېیم مقام ګټلی دی.

نوموړی وايي چې په دې سیالیو کې اتو والیبال لوبډلو ګډون درلود، چې اته ورځې یې دوام وکړ.

هغه وايي چې په پایله کې ۱۲ لوبغاړو د نورستان د ټاکل شوې لوبغاړي غړي شول.

ورته مطالب