د افغانستان د ۱۹ کلنو ټیم نړیوال جام ته لاره وموندله

لوبغاړي
Image caption د ځوانانو نړیوال جام د ۲۰۱۲ کال په اګسټ میاشتې په استرالیا کې کیږي چې د نړۍ د لسو پیاړو هېوادونو سربېره په کې د دویمې کچې شپږ هېوادونه هم لوبیږي، چې ټولټال ۱۶ ټیمونه کیږي.

د افغانستان د ځوانانو لوبډلې د روان کال د اګست د میاشتې په ۹ نېټه کاناډا ته په ماتې ورکولو د ۱۹ کلنو نړیوال جام ته لاره وکړه.

دا دویم ځل دی چې افغان ځوانانو ټیم نړیوال کریکټ سیالیو کې د لوبو کولو چانس ترلاسه کوي.

افغانستان د پچې له ګټلو وروسته کاناډا ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه، او کاناډا افغان ځوان بالرانو ته ډېر ټینګ نشول او ټوله لوبډله یې یوازې په ۷۱ رنزونو وسوځېدله، چې دا افغانستان ته یو ډېر اسانه هدف و.

افغانستان دغه رنزونه په ۱۵م اوور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو پوره او نړیوال کریکټ جام ته یې د وتلو هیله پوره شوه.

په افغان بالرانو کې سید شیرزي، یمین احمدزي او عبدالله ناصر دوه دوه کاناډايي لوبغاړي وسوځول خو په منډو جوړولو کې بیا جاوید احمدي ۳۴ او حشمت شهیدي ۲۳ منډې وکړې.

افغانستان د ځوانانو د نړیوال جام د غوراوي په دغو سیالیو کې چې په ایرلینډ کې ترسره شوې، ټولټال نهه لوبې وکړي چې څلور یې وبایللې او پنځه یې وګټلې.

د ځوانانو نړیوال جام د ۲۰۱۲ کال په اګسټ میاشتې په استرالیا کې کیږي چې د نړۍ د لسو پیاړو هېوادونو سربېره په کې د دویمې کچې شپږ هېوادونه هم لوبیږي، چې ټولټال ۱۶ ټیمونه کیږي.

د افغانستان د ځوانانو ټیم د ۲۰۰۹ په نړیوال جام کې ډېر ونه ځلېد.

دغه بریا افغانستان ته له دې اړخه هم ډېره مهمه ده چې هرکله د کریکټ نړیواله شوری یو هېواد تمویلوي یو شرط یې دا دی چې تر ملي ټیم یې په لاندې او کورنۍ کچه کې کریکټ ښه وي.

خو دا یوازې د افغان ځوانانو ټیم نه و چې خپل کاناډايي سیالان یې مات کړل، د مشرانو یانې ملي لوبډلې هم دغه هېواد ته په پرلپسې دویم ځل یوې ورځنیو سیالو کې ماتې ورکړه.

افغانستان چې همدا اوس د لویو وچو هېوادونو د سیالیو لپاره کاناډا ته تللی، دا یې دریمه پرلپسې لوبه ده چې له کاناډا نه یې ګټي.

Image caption له افغان لوري محمد نبي تر ټولو ډېرې منډې (۴۷) وکړې او سمیع شینواري بیا درې کاناډايي لوبغاړي وسوځول.

لومړۍ هغه یې څلور ورځنۍ وه او ورپسې دوه نورې یې بیا یوه ورځنۍ وې.

د تېرې شپې لوبه د باران له کبله وځنډېده او په پای کې پرېکړه وشوه چې دغه ۵۰ اوویزه سیالي ده ۲۰ اوریزو ته ښکته شي.

افغانستان په ۲۰ اوورونو کې مخالف لوري ته د ۱۵۰ رنزونه هدف ورکړ، خو هغوی بیا یوازې ۱۳۳ رنزونه وکړل او افغانستان دغه لوبه په ۱۷ رنزونو وګټله.

له افغان لوري محمد نبي تر ټولو ډېرې منډې (۴۷) وکړې او سمیع شینواري بیا درې کاناډايي لوبغاړي وسوځول.

کاناډا د کریکټ له اړخه تر افغانستان ډېره مشره ده، او څو ځلې یې په نړیوال جام کې ګډون کړی چې وروستی یې تېر نړیوال جام و.

که په دې باب تبصره کوﺉ، د بي بي سي پښتو فیسبوک پاټې ته ورشئ.

ورته مطالب