کريکټ : ويست انډيز انگلستان په شل اوريزه لوبه کې مات کړ

انگلستان او ويست انديز
Image caption دا په څو مياشتو کې د انگلستان لومړنۍ ماتې وه

د انگلستان او ويست انډيز ترمنځ د دوو شل اوريزو لوبو سيالي تر هغه وروسته مساوي ختمه شوه چې په دويمه لوبه کې انگلستان ماتې وخوړه .

دغه لوبه د لندن په اوول لوبغالي کې تيره شپه ( يکشنبه د سپتمبر ٢٥ ) ترسره شوه .

د انگلستان کپتان گراهم سوان د پچې تر گټلو وروسته لومړى ويست انډيز ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه .

د ويسټ انډيز لوبډله ونه توانيدله چې په دغه شل اوريزه سيالي کې تيزه لوبه وکړي .

يوازې سميول په ٣٥ توپونو ٣٥ منډې وکړې چې په هغو کې شپږيزه نه وه خو درې څلوريزې يې درلودې .

د ويست انديز ټولې لوبډلې يوازې درې نورې څلاوريزې او دوه شپږيزې ووهلې .

دوى د پنځو لوبغاړو په سوځيدا ١١٣ منډې وکړې او داسې ښکاريده چې انگلستان به دغه هدف په اسانۍ ترلاسه کړي .

حيرانونکې

درې ورځې وړاندې انگلستان د ويست انديز د ١٢٥ منډو هدف په همدې ميدان بې د کوم لوبغاړي له لاسه ورکولو موندلى و او داسې گڼل کيده چې دا ځل به هم خبره همداسې وي او تر ډيره ماتې حيرانونکې ښکاريده.

خو د انگلستان ډيره بدله شوې او ځوانه لوبډله دا ځل ونه دريدله .

يوازې ستوک ٣١ منډې وکړې او نوره لوبډله يو په بل پسې وسوځيده .

د انگلستان ټوله لوبډله په ١٧ اوور کې د ٨٨ منډو په ترلاسه کولو وسوځيدله .

په دې ډول د دوو شل اوريزو سياليو لړۍ يو په يو مساوي ختمه شوه .

په تيرو څو مياشتو کې دا لومړنۍ ماتې ده چې د انگلستان لوبډله ورسره مخامخيږي .

انگلستان له هند سره د شل اوريزو ، يو ورځنيو او پنځه ورځنيو لوبو لړۍ وگټلې .

په دغو ټولو سياليو کې هند يو وار هم انگلستان ته ماتې ورنه کړه .

انگلستان د شل اوريزو سياليو نړيوال اتل دى .