کريکټ : اماراتو له افغانستان سره ښه لوبه وکړه

دولت ځدراڼ
Image caption دولت ځدراڼ د افغان لوبډلې تر ټولو بريالى بالر و ، عکس د افغانستان د کريکت بورډ څخه په مننه

په شارجې کې د متحدو عربو اماراتو او افغانستان ترمنځ د څلور ورځنۍ لوبې په لومړۍ ورځ کوربه هيواد د پچې تر گټلو وروسته خپله منډو ته مخه کړه .

د اماراتو ارشد علي او پليکار د منډو پيل وکړ .

ارشد علي د حميد حسن په توپ ژر وسوځيد خو پليکار تيزه لوبه وکړه او يوازې په شپېتو توپونو يې ٧٦ منډې وکړې .

دولت ځدراڼ نه يوازې پليکار بلکې ورپسې لوبغاړي عبداحمن وسوځول او د لوبې تله يې د افغان لوبډلې په لور کږه کړه .

خو پټيل ، خرم او امجد علي ښه لوبه وکړه او د لوبې په پاى کې يې خپله لوبډله په ښه دريځ کې پرېښوده .

د لومړۍ ورځ په پاى کې اماراتو د اتو لوبغاړو په سوځيدا ٣٦١ منډې کړې وې .

د افغانستان له لورې تر ټولو بريالى بالر دولت ځدراڼ و چې د ٧٤ منډو په بدل کې يې څلور لوبغاړي وسوځول .

سميع الله شينواري دوه او حميد حسن يو کس وسوځاوۀ ، يو تن هم د حمزه هوتک په مټ رن اوټ شو .

په دې لوبه کې د افغانستان د ملي لوبډلې روزونکى د انگلستان پخوانى لوبغاړى افتاب دى او د اماراتو روزونکى د افغان لوبغاړو مخکينى کوچ کبير خان دى .

دا د متحدو عربو اماراتو او افغانستان ترمنځ لومړنۍ څلور ورځنۍ لوبه ده .