کريکټ : د محمد نبي سليزې لوبه کابو کړه

محمد نبي
Image caption محمد نبي د افغانستان له خوا د څلور ورځنيو لوبو دويمه سليزه بشپړه کړه

د متحدو عربو اماراتو او افغانستان ترمنځ د کريکټ د انترکانتينينتل کپ يا د لويو وچو د سيالۍ په څلور ورځنۍ لوبه کې دويمه هغه افغان لوبغاړو ښه پيل نه کړه خو پاى يې ورته د پام وړ و .

متحدو عربو اماراتو لوبه د ٣٦١ منډو او اتو لوبغاړو په سوځيدا پيل کړه .

هيله دا وه چې پاتې دوه لوبغاړي به يې ژر سوځيږي خو داسې ونه شول .

اماراتو د وروستيو دوو لوبغاړو په لوبه سل منډې وکړې او په دې توگه يې د ٤٦٢ منډو ښه مجموعه وموندله .

د افغانستان ځواب تنکي لوبغاړي جاويد احمدي او تجربه لرونکي کريم صادق پيل کړ .

کريم صادق د خپلې عادي لوبې خلاف ورو ولوبيد چې له اړتيا سره سم کار و .

دۀ په ٤٩ توپونو يوازې ١٣ مندې وکړې .

د کريم صادق له سوځيدا سره کپتان نوروز منگل راغى .

تر دې لوبې وړاندې نوروز منگل له ويست انديز سره په لوبه کې ٩٧ منډې کړې وې او ښه ځليدلى و .

خو دلته په دويم توپ بې له کومې منډې وسوځيد .

د کپتان د سوځېدا پر وخت افغانستن يوازې ٣٠ منډې درلودې او دوه لوبغاړي يې سوځيدلي و .

د نبي او جاويد ملگرتيا

محمد نبي عيسى خيل د نوروز منگل پر ځاى لوبې ته راغى .

نبي له جاويد احمدي سره د ١٢٧ منډو ملگرتيا وکړه .

جاويد احمدي په اتيا منډو وسوځيد چې يوه شپږيزه او ١٣ څلوريزې يې درلودې .

محمد نبي د پنځو شپږيو او نهو څلوريزو په مرسته ١٠٨ منډې وکړې او تر پايه ولاړ و .

دا د افغانستان لپاره د محمد نبي په څلور ورځنيو لوبو کې دويمه سليزه ده .

له نبي سره محمد شهزاد په ٣٧ منډو ولاړ دى .

شهزاد دوه شپږيزې او پنځه څلوريزې وهلي او د تل غوندې يې تيزه لوبه کړې ده.

دغو دوو لوبغاړو د ٨٥ منډو ملگرتيا سره کړې ده .

افغانستان لا هم د متحدو عربو اماراتو له منډو ٢٢٠ شاته دى .

په لوبه کې دوه ورځې شته .

ډير داسې ښکاري چې لوبه ښايي مساوي ختمه شي خو په لومړي وار که هر چا تر بل ډيرې منډې وکړې نو اضافي شپږ امتيازونه خپلولى شي .

افغانستان د لويو وچو د سياليو د تير کال اتل دى .

په سږنيو سياليو کې د افغانستان په گډون ټول اته هيوادونه دي .

افغان لوبډلې خپله لومړنۍ لوبه له کانادا گټلې وه او له روانې لوبې پرته به له هالند ، ايرلنډ ، سکاتلند ، کينيا او نميبيا سره لوبې کوي .