کريکټ : د اماراتو او افغانستان ترمنځ يوه ورځنۍ لوبه روانه ده

کريکټ
Image caption افغان لوبډلې ته دا سيالي په دې مهمه ده چې د نړيوالو اتلوليو د غوراوي يوانټونه ورسره تړلي دي

په لوبه کې اماراتو پچه وگټله او لومړى يې خپله منډو جوړولو ته ملا وتړله .

اماراتو تيزه لوبه وکړه خو وروسته وروسته يې يو په بل پسې لوبغاړي له لاسه ورکړل .

د افغانستان له لورې کريم صادق او دولت ځدراڼ درې درې کسه وسوځول . محمد نبي ، سميع الله شينواري او جاويد احمدي يو يو کس او يو هم رن اوټ شو.

١٩٩ منډې ظاهرآ اسانه ښکاري خو په دې ميدان سپين يا ورو بالر ښه لوبه کوي او د اماراتو په لوبډله کې گڼ سپين بالران شته .

په شارجه کې د متحدو عربو اماراتو او افغانستان ترمنځ روانه يوه ورځنۍ لوبه په دې مهمه ده چې د ٢٠١٥ کال نړيوالو اتلوليو ته د غوراوي يوه لوبه ده .

د دغې لوۍ لومړنۍ دوه لوبې افغانستان د کانادا سره وکړې چې دواړه افغان لوبډلې وگټلې .

په دغو سياليو کې افغانستان ، کانادا ، ايرلنډ ، امارات ، سکاتلند ، نميبيا ، کينيا او هالند برخه لري .

د افغانستان په لوبډله کې د حمزه هوتک پر ځاى گلبدين نايب لوبه کوي .

د دې لوبې جريان د بي بي سي له پښتو فيسبوک پاڼې تعقيبولى شئ

افغان لوبډله :

کريم صادق

جاويد احمدي

محمد شهزاد

نوروز منگل

محمد نبي

اصفر ستانکزى

گلبدين نايب

سميع الله شينوارى

ميرويس اشرف

دولت ځدراڼ

حميد حسن