استراليا د رگبي په نړيوالو اتلوليو کې دريم مقام خپل کړ

رگبي
Image caption د استراليا د رگبي لوبډلې ويلز ته په ماتې ورکولو د ٢٤ کاله پخوا غچ وخيست

د رگبي د نړيوالو اتلوليو د دريم او څلورم مقام لوبه د استراليا په گټه تمامه شوه.

دغه اتلولۍ چې په نيوزيلنډ کې روانې دي د يکشنبه په ورځ ( د اکتوبر ٢٣ مه ) پاى ته رسيږي.

په پايلوبه کې به کوربه هيواد له فرانسې سره بخت ازمويي.

د دريم او څلورم مقام په سيالۍ کې استراليا ٢١ او ويلز ١٨ پواينټونه ترلاسه کړل او په دې توگه استرالياييانو دريم مقام خپل کړ.

٢٤ کاله وړاندې د رگبي په لومړنيو نړيوالو اتلوليو کې ويلز استراليا ته ماتې ورکړې وه او دريم مقام يې گټلى و.

په روانو سياليو کې ويلز په نيمه پايلوبه کې له فرانسې اته په نهه لوبه بايللې وه.

خو د ويلز لوبډلې ايرلنډ ته ٢٢ په لس ، فجي ته ٦٦ په صفر ، نميبيا ته ٨١ په اووه ، سمورا ته ١٧ په ١٠ ماتې ورکړې وې خو له سويلي افريقا يې په يو پواينټ بايللې وه.

استراليا په نيمه پايلوبه کې له کوربه هيواد نيوزيلنډ څخه لوبه بايللې وه.

افغانستان کې رگبي

د رگبي لوبه اوس په افغانستان کې هم مينه وال لري.

د دغې لوبې ملي فدراسيون څو مياشتې وړاندې په کابل کې جوړ شو.

د رگبي روزنيز کمپونه په جلال اباد او کابل کې ترسره شوي دي.

د افغانستان د رگبي لوبډله په دې وروستيو کې د پاکستان لاهور ته تللې وه او ځينې لوبې يې هم کړې وې

رگبي پنځلس کسيزه لوبډله لري چې لوبغاړي يې په لاس او پښو خټکى ډوله توپ وهي .

رگبي د نړۍ په بيلا بيلو هيوادونو کې کيږي خو د افغانستان په گاونډ کې ډيره نه تر سترگو کيږي .