قذافي په يوۀ پټ ځاى کې خاورو ته وسپارل شو

قذافي
Image caption د قذآفي مړى له دوو نورو سره تر څو ورځې د خلکو نندارې ته اېښوول شوي وو

د لېبيا چارواکي وايي د پخواني مشر معمر قذافي، د هغه د زوى معتصم او د هغوى د يوۀ بل لوى ملاتړي مړي په يوۀ پټ ځاى او دښته کې خاورو ته سپارل شوي دي .

د ملي لنډمهالې شورا يوۀ مامور بي بي سي ته وويل دغه مړي سپېده چاود مهال تر خاورو لاندې شول.

قذافي د پنجشنبه په ورځ( د کتوبر ٢٠ ) تر نيولو وروسته ووژل شو.

د هغه له وژنې راهيسته د لېبيا نوي چارواکي په دې نه سره پوهيدل چې څه پرې وکړي.

د قذافي کورنۍ غوښتل چې د دۀ مړى د دوى د پلارني ټاټوبي سرت دباندې خاورو ته وسپارل شي.

خو د لېبيا نويو چارواکو غوره دا وبلله چې قذافي په يوۀ پټ ځاى کې تر خاورو لاندې کړي.

د چارواکو له ډلې يوۀ کس خبري اژانس ته ويلي چې د قذافي مړى د سهار پنځه بجې په داسې مهال خاورو ته وسپارل شو چې د چارواکو ترڅنگ د پخواني مشر هغه څو تنه خپلوان هم حاضر ول.

دوى وايي چې د قذافي د جنازې لمونځ وشو او ورپسې ښخ شول.

عيني شاهدان وايي درې سره مړي تيره شپه له هغه ځايه چې نندارې ته اېښودل شوي وو وايستل شول.

خبريالان وايي د قذافي د ښخولو چاره د لېبيا نويو واکمنو ته له ننگونې کمه نه وه.

دوى ډآريدل چې که په ښکاره ځاى کې يې خاورو ته وسپاري نو د دۀ قبر به د دۀ ملاتړو ته په زيارت بدل شي او هغه چې ورسره مخالف دي د هغوى لپاره به د بيا بيا غچ اخيستو ځاى وي.

د ٦٩ کلن قذافي د مړي د عدلي طب معايناتو ښوولې چې په سر په مرمۍ لگيدلى و.

د لېبيا سرپرست مشر مصطفى عبدالجليل وويل دوى هوډ لري چې د قذافي د وژنې پېښه وڅيړي.

داسې نيوکې مخ په ډيريدو دي چې ولې نيول شوى قذافي محاکمه نه شو او بې له محکمې ووژل شو.