''د کریکټ درو لوبغاړو زندان ته د تلو وېره''

اصف، عامر سلمان
Image caption د په ۲۰۱۰ کال په نیمايي کې دغو لوبغاړو د یو دلال پواسطه په لوبه کې ددرغلۍ پرېکړه کړې وه.

په برتانیا کې یوه محکمه به درو پاکستاني کریکټ لوبغاړو ته سزا واوروي.

محکمې د سه شنبې په ورځ د پاکستان د کریکټ پخواني کپتان سلمان بټ او تیز غونډوسکي اچوونکي محمد آصف ته د غولونې او بدنامولو په جرم سزا ورکړي.

تر دې وړاندې دوه نورو تورنو محمد عامر و د هغه استازي مظهر مجید پخپل اعتراف کړی.

د برتانیې په قانون کې به سلمان بټ او محمد آصف ته د اوو کلونو بند سزا ورکړل کېږي، خو په برتانیا کې یو قانون پوه صبغت الله قادري وايي چې کېدای شي محمد عامر یا له سزا وژغورل شي او یا یې تر نورو ټيټه وي، ځکه هغه په لومړي سر کې پرخپل جرم اعتراف کړی و.

یو پر دوه

ښاغلي قادري ویلي چې د برتانیا په قانون کې که یو څوک څلور کاله یا تر دې کمه سزا ووني، نو د هغې نیم عمر په زندان کې تېرولی شي، خو که چېرې له څلورو کالو پورته وي، نو بیا ورکړل شوې سزا یو پر دوه ترې کمېږي.

روښانه ده چې د لندن محکمې سپاټ فیکسنګ د سلمان بټ او محمد آصف ګرم بللي او پر هغوی یې د خیانت او غولونې تور لګولی.

محکمې ویلي چې محمد آصف او محمد عامر د یوه دلال مظهر مجید پواسطه د ۲۰۱۰ د اګست په ۲۶مه او ۲۷مه له وړاندې نه د شرط په ډول د ''نو بال'' پرېکړه کړې وه.

۱۸ کلن محمد عامر چې خپل جرم یې منلی، اوس به ورته د برتانوي قانون له مخې د فساد په تور د اوو کالو بند سزا ورکړل کېږي.

دا لومړی ځل دی چې د پاکستان کریکټ لوبغاړو ته د درغلۍ او خیانت په تور سزا ورکول کېږي.

د کریکټ بورډ نړیوالې ادارې ویلي چې دغو لوبغاړو ته سزا به د نورو لپاره درس شي.

ورته مطالب