کريکټ: د سارک په سياليو کې افغان لوبډلې مالديپ مات کړ

جاويد احمدي
Image caption جاويد احمدي سليزه وکړه او يو لوبغاړى يې وسوځاوۀ، پر ځاى د لوبې غوره لوبغاړى وبلل شو

د سويلي اسيا د همکارۍ د ټولنې يا سارک په شل اوريزو کريکټ سياليو کې افغانستان له کوربه هيواد مالديپ سره لوبه په خورا اسانۍ وگټله.

دا د شل اوريزو لوبو بڼه ده چې تر پنځه ويشتو کلونو کم لوبغاړي پکې برخه لري.

افغان کپتان حميد حسن د پچې په گټلو لومړى خپله منډو ته ملا وتړله.

د افغانستان له لورې پيل جاويد احمدي او نجيب ترکي وکړ.

نجيب ترکى ونه ځليد او ژر بې له کومې منډې وسوځيد.

خو جاويد احمدي د خورا ډيرو شپږيزو او څلوريزو په مرسته سليزه وکړه.

جاويد په ١٠٥ منډو وسوځيد، له دۀ سره گلبدين نايب او محمد شهزاد ښه ملگرتيا وکړه.

گلبدين نايب ٧٤ او شهزاد ٨٢ منډې وکړې.

نجيب ځدراڼ ١٧، عامر منگل صفر او ميرويس اشرف ناسوځيدلې ٢٦ منډې درلودې.

په شلو اورونو کې افغانستان ٣١٣ منډې وکړې او شپږ لوبغاړي يې وسوځيدل.

هدف

د ٣١٤ منډو هدف په شلو اورونو کې خورا پياوړو لوبډلو ته هم ناممکنه دى.

د مالديپ لوبغاړو د افغانستان د بالرانو مقابله ونه کړى شوه.

ميرويس اشرف درې، دولت ځدراڼ دوه ، سميع الله شينواري او جاويد احمدي يو يو لوبغاړى وسوځاوۀ.

د لوبې غوره لوبغاړى له هيلو سره سم جاويد احمدي و.

د مالديپ ټوله لوبډله يوازې په ١٣٢ منډو وسوځيده.

افغانستان به دويمه لوبه له بوټان سره د جمعې په ورځ کوي.

بوټان خپله لومړۍ لوبه له مالديپ څخه بايللې وه.

په لوبو هغه هم کريکټ کې وړاندوينه گرانه ده خو بيا هم په ډير باور سړى ويلى شي چې بوټان به هم افغانستان ته ټينگ نه شي.

افغانستان ښايي په بي گروپ کې گټونکى نيمه پايلوبو ته ورسيږي.

هلته به يا له سرېلنکا او يا هم له پاکستان سره مخامخيږي.

په اې گروپ کې پاکستان هند ته او سرېلنکا نيپال ته ماتې ورکړي دي.

د اې گروپ گټونکى به د بي گروپ له دويم ټيم او د اې گروپ دويم ټيم به د بي گروپ له گټونکي سره نيمه پايلوبه کوي.

د پيل لوبې ته په پام سره د افغانستان اصلي سيالي ښايي په نيمه پايلوبه کې وليدل شي.

که چيرې په نيمه پايلوبه کې افغان لوبغاړو پاکستان، سرېلنکا يا هند ته ماتې ورکړه هاله به د ډيرو گوتې په غاښ کړي.

له مالديپ سره لوبيدلې افغان لوبډله:

جاويد احمدي : ١٠٥

نجيب ترکى : صفر

گلبدين نايب: ٧٤

محمد شهزاد: ٨٢

نجيب ځدرن: ١٧

ميرويس اشرف: ٢٦ ناسوځيدلى

عامر منگل : صفر

سميع الله شينوارى

دولت ځدراڼ

حميد حسن