سوک وهنه: د محمد علي لوى سيال فريزر ومړ

د فريزر او محمد علي سيالۍ خورا مشهورې وې
Image caption د فريزر او محمد علي سيالۍ خورا مشهورې وې

د سوک وهنې د درانۀ وزن پخوانى نړيوال اتل جو فريزر د سرطآن د ناروغۍ له امله د ٦٧ کلونو په عمر ومړ.

فريزر له تيرو څو اوونيو په روغتون کې و.

فريزر لومړنى سوک وهونکى و چې محمد علي ته يې په ١٩٧١ کال کې ماتې ورکړه خو په ورپسې دوو سياليو کې محمد علي خپل غچ ترې واخيست.

فريزر په ١٩٦٤ کال کې د توکيو په المپيک لوبو کې د سرو زرو مډال گټلى و.

دى د ١٩٧٠ کال څخه تر ١٩٧٣ کال پورې د درانۀ وزن نړيوال اتل و.

فريزر د امريکا په جنوبي کرولينا کې په ١٩٤٤ کال کې وزيږيد.

دۀ ټول ټال ٣٧ سيالۍ وکړې چې په ٣٢ کې يې بريالى و.

دۀ يوازې څلور لوبې وبايللې او يوه يې مساوي ختمه کړه.

وروستۍ لوبه

فريزر د درانۀ وزن په نړيوالو سياليو کې خپله وروستۍ لوبه په ١٩٧٥ کال کې وکړه چې له محمد علي څخه يې وبايلله.

په ١٩٧٦ کال کې فريزر د سوک وهنې له لوبې لاس په سر شو خو پنځه کاله وروسته بيرته د يوې لوبې لپاره راغى او تر هغه وروسته يې سوک ونه ازمايۀ.

فريزر له محمد علي سره د درو لوبو له امله ډير شهرت وموند.

د دغو دوو سترو سوک وهونکو اړيکې سره ښې نه وې خو په وروستيو کلونو کې بيرته سره خواږۀ شوي وو.

محمد علي چې اوس ٦٩ کلن دى د جو فريزر پر مړينه خواشيني وښووله او ويې ويل:

" نړۍ يو ستر اتل له لاسه ورکړ. زۀ به يې تل په درناوي او ستاينه يادوم."

په ١٩٧٦ کال کې فورمن جو فريزر ته ماتې ورکړې وه.

فورمن د فريزر په مړينه يوازې دومره وويل: " د خداى په امان جو فريزره، زۀ د زړۀ له تله له تا سره مينه لرم".