د پکتیا نوي سټډيم د لوبغاړو تنده ماته کړه

د پکتيا په مرکز ګرديز کې د (۷۰۰۰۰۰) امريکايي ډالرو په لګښت يو لوی ورزشي لوبغالی جوړ شو.

دغه لوبغالی چې پرته له کریکټ څخه پکې بله هره لوبه کېږي، په ۳۰ جريبه ځمکه کې جوړ شوی.

دغه روپۍ د پكتيا كروندګرو ته د نشه يي توكو په وړاندې د مبارزې د وزارت له خوا د نشه يي توكو د نه كر په بدل كې د وركړل شوې وې.

د اووه سوه زره امريكايي ډالرو په لګښت جوړ شوی هغه لوبغالى ګټې اخيستنې ته وسپارل شو چې رغنيزي چارې يې نږدې يو كال وړاندې پيل شوې وې.

د پكتيا د بدني روزنې امر محمد امين علميار بي بي سي ته وويل ياد لوبغالی په يو وخت د (۱۵۰۰۰) كسانو د ځایېدو ظرفيت لري.

دى وايي په دې لوبغالي كې به د واليبال، فوټبال، هاكي او ځينې نورې لوبې كېږي چې په دې سره به د پکتيا د لوبغاړو هغه ستونزې تر يو بريده هوارې شي کومې چې دوی د سياليو په مهال ګالي.

لوبغالی

علميار وړاندې وايي: ''دا وخت د پکتيا په ډېرو سيمو کې سيالۍ کېږي خو لوبغالی ورته نشته، نو د دې لوبغالي په جوړېدو سره به ستونزې يو څه راکمې شي.''

په ګرديز کې د اريا په نوم د يو کلب غړي محب مرهوني د لوبغالي په جوړيدو خوښي وښوده، خو نيوکه يې وکړه چې دومره ډېرې پيسې په لوبغالي نه بلکې د چارواکو جيبونو ته تللې دي.

سيد احمد شيرزی هم يو له هغو لوبغاړو دی چې په تندو احساساتو يې د لوبغالي د جوړېدو په اړه خبرې کولې.

شيرزي وويل وړاندې تر دې د لوبوپه وخت له ګڼو ستونزوسره مخامخ ول خو د لوبو ډګر يې تود ساتلی و.

دی وايي :''موږ تر اوسه پورې داسې ميدان نه درلود او بري مو راول اوس به انشاء الله نور پر مخ ولاړ شو.''

پکتیا سټډيم

كه څه هم دا لوبغالى د لوبغاړو په وينا، په معياري ډول نه دی جوړ شوى، خو بيا هم پکې د پكتيا د لوبغاړو ګڼې ستونزې حل کېږي.

له دې سره سره چې لوبغاړي د لوبغالي په جوړيدو خوښ ول، خو نيوکې يې لرلې چې د لوبغالي لپاره په ورکړل شويو پيسو کې درغلي شوې ده.

دوی دا هم ويل چې په ځانګړو شويو اووه سوه زرو امريکايي ډالرو د لوبغالي ترڅنګ يو جمنازيم او د موټرو تمځای جوړېدل.

خو د پکتيا د بدني روزنې آمر محمد امين عالمياردا نه مني چې ګنې په اووه سوه زره امريکايي ډالروکې دې درغلي شوې وي.

دی وايي د لوبغالي په نقشه کې جمنازيم نشته خو په پام کې لري چې د جمنازيم جوړېدو ته ځانګړې بوديجه پيداکوي چې د پکتيا لوبغاړو ته د لوبو اسانتياوې پيدا شي.

یو میلیون ډالر

د يادولوده چې پکتيا ولايت ته د نشه يي توكود نه كر په بدل کې هر كال د نشه يي توكو د مبارزې د وزارت له خوا يو ميلیون امريكايي ډالر په امتيازي ډول وركول كېږي، چې په دې ولايت کې په رغنيزو چارو لکول کېږي.

كه څه هم دا لوبغالى د لوبغاړو په وينا، په معياري ډول نه دی جوړ شوى، خو بيا هم پکې د پكتيا د لوبغاړو ګڼې ستونزې حل کېږي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .