''افغانستان کې دې سپورت خصوصي سکتور ته وسپارل شي ''

لوبغاړي د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption ځینې لوبغاړي تمه لري چې سوداګر ورسره د اړینو سپورتي اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې مرسته وکړي.

د هرات د سپورتي چارو ادارې پر حکومت غږ کړی چې سپورت هم خصوصي سکتور ته وسپاري.

د نوموړې ادارې چارواکي وایي سوداګریز شرکتونه کولای شي د سپورتي سیالیو لپاره د امکاناتو په برابرولو او د لوبغالو په جوړولو سره له یوې خوا د سپورت د ودې لپاره کار وکړي او له بل پلوه د ځان په ګټه تبلیغاتي استفاده وکړي.

په هرات کې د صنعتګرانو ټولنې هم د دې طرحې ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې سوداګر به له لوبغاړو سره زیاتو مرستو ته وهڅوي.

هرات د سپورت د خصوصي کېدو غوښتنه کويـ عکسونه

د سوداګریزو شرکتونو په نوښت او د دوی د ځانګړي نښان او سرلیک لاندې د سپورتي سیالیو ترسره کېدل په افغانستان کې یو څه دود شوی، خو د سیمه ییزو چارواکو غوښتنه دا ده چې په پراخه کچه دا کلتور رواج شي او د خصوصي شرکتونو په مرسته نوي لوبغالي جوړ او اړینې سپورتې اسانتیاوې برابرې شي.

د هرات د سپورتي چارو مشر عبدالقیوم جامي:

''که خصوصي څانګې د سپورت بازار ته راشي کولای شي چې د سپورت لپاره مناسب ځایونه جوړ کړي. د مثال په توګه موږ به له یوه دوه یا درو تنو سره مرسته کولای شو، خو غوښتنه ۱۰۰ کسه لري، خو خصوصي څانګې داسې جمنازیوم چې اوس یې موږ یو لرو څلور نور هم جوړ کړي هم به د سوداګر لپاره مالي ګټه لري او هم به د سپورت او لوبغاړو سره.''

ښاغلی جامي ان د داسې یوه قانون د تصویب غوښتونکی دی چې پر بنسټ یې دولت د عوایدو یوه برخه د سپورت ودې ته ځانګړې کړي:

''په کار ده چې پلازمېنه کې په لویه کچه دا بحث مطرح شي او ځینې هغه دولتي څانګې چې ډېر عواید لري، لکه ګمرک ښاروالي او مستوفیت. په دې مکلف کړي چې د خپلو عوایدو لږ ترلږه یو فیصده یا دوه فیصده سپورت ته ځانګړې کړي.''

اوس مهال په هرات ولایت کې په زرګونو لوبغاړي یوازې یو سټډیم او یو جمنازیوم لري.

ځینې لوبغاړي هم تمه لري چې سوداګر ورسره د اړینو سپورتي اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې مرسته وکړي.

محمد رفیق یوسفي د فوټبال یو لوبغاړی وایي:

''زموږ ډېری سپورتي فعالیتونه او په ځانګړې توګه د فوټبال په برخه کې موږ په شخصي لګښت ترسره کېږي که مختلفې سپورتي څانګې د خصوصي شرکتونو تر پوښښ لاندې راشي او دوی لوبغالی جوړ کړي، نو په دې ډګر کې به د پام وړ پرمختګ وشي.''

په هرات کې د صنعتګرانو ټولنې هم د دې طرحې ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې سوداګر به له لوبغاړو سره زیاتو مرستو ته وهڅوي.

د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption په هرات کې شاوخوا ۳۰ زره لوبغاړي یوازې په رسمي توګه په ۳۳ سپورتي څانګو کې فعالیت کوي.

د نوموړې ټولنې مشر حمید خادم وايي:''موږ به د هرات سوداګرو او پانګه والو ته وړاندیز وکړو چې په سیمه کې له لوبغاړو سره تر پخوا زیاتې مرستې وکړي – د هرات پېژندل شویو سوداګریز شرکتونو تر اوسه هم له لوبغاړو سره د پام وړ مرستې کړې، خو موږ غواړو چې دا مرستې عمومي بڼه پیدا کړي.''

د چارواکو په وینا، په هرات کې شاوخوا ۳۰ زره لوبغاړي یوازې په رسمي توګه په ۳۳ سپورتي څانګو کې فعالیت کوي، خو ډېری لوبغاړي لکه د افغانستان په ډېرو نورو سیمو کې د اقتصادي ستونزو له کبله د دویم کار په توګه سپورتي فعالیت کوي او دا هغه څه دي چې تل یې د لوبغاړو د چټکې ودې او پرمختګ پروړاندې خنډونه جوړ کړي.

ورته مطالب