څېړنه: فوټبال کې په سر توپ وهل خطرناک دي

Image caption په سر د توپ وهل د انسان د قابليت او يادښت په ګډون پنځو برخو ته زيان رسوي.

په امريکا کې ډاکټران وايي د فوټبال په لوبه کې بيا بيا په سر د توپ وهل د انسان په دماغ کې زخم جوړوي.

د فټبال د ۳۲ لوبغاړو له دماغي سکن يا تلوېزيونې معاينې وروسته دا معلومه شوې، هغه لوبغاړي چې توپ زيات په سر وهي داسې ټپونه په کې ليدل شوي چې د دماغي ناروغانو له زخمونو سره ورته والی لري.

په امريکا کې پوهان وايي چې په دې اړه نورو پلټنو ته ضرورت شته.

په ياد مو وي چې د ۵۹ کلن برتانوي فټبالر جيف اسټل د مړينې لامل هم تر ډېره همدا په سر زياته لوبه کول بلل کېږي.

اسټل د کلونو لپاره د برتانيا او وېسټ بروموچ البيون لپاره له لوبې کولو وروسته په دماغي ناروغۍ اخته شو او په ۲۰۰۲ کې ومړ.

په امريکا کې د یوه تحقيقاتي مرکز ډاکټر مايکل لپټن وايي د پلټنو پر مهال دا جوته شوې هغه لوبغاړي چې بيا بيا توپ په سر وهي، دماغي ټپونه په کې زیات لېدل شوې دي.

دی وايي په سر د توپ له وهلو دومره سخت زخمونه نه پېدا کېږي چې په سر کې نري نري رګونه وشکوي، خو دا دماغ حجرو ته زیان رسولی شي.

ډاکټر مارټن وايي په سر د زيات توپ وهلو نه د دماغ پنځو برخو ته د زیان رسېدو ویره شته چې له امله يې د انسان پر وړتيا، يادښت او نورو ذهني برخو اغېز کولی شي.

پلټونکي وايي چې دا واړه ټپونه د وخت په تېرېدو سره لويږي.

د ډاکټر لپټن وينا ده ټپونه د هغو لوبغاړو په سر کې تر نورو زيات روښانه ښکاري چې په کال کې له ۱۰۰۰ ځلې زيات په خپل سر توپ وهي، او کله چې له دغو لوبغاړو ذهني ازموينه اخيستل شوې کمې نومرې یې وړې دي.

خو ډاکټران وايي په دې اړه نورو پلټنو ته اړتيا ده او لا يې هم داسې جوت او کره شواهد نه دي تر لاسه کړي چې وښيي په سر د زيات توپ وهل د دماغي ناروغۍ لامل ګرځي.

ورته مطالب