کريکټ: افغانستان له ماليزيا سره شل اوريزې سيالۍ پيلوي

اصغر ستانکزى
Image caption اصغر ستانکزى وايي لوبډله چمتو ده او ښه روزل شوې ده، د اصغر مرکه واورئ
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په نيپال کې د کريکټ سيالۍ د نندارچيانو له احساساتو، ولولو او کله نا کله قهروړي غبرگونه ډکې وي.

هره لوبډله چې له نيپال سره په نيپال کې مخامخيږي پوهيږي چې لوبه يې اسانه نه ده.

څو کاله وړاندې دوى د پاکستان اې لوبډلې ته په خپله خاوره ماتې ورکړې وه.

دغو ټولو خبروته په پام سره افغان لوبډله بايد وپوهيږي چې په نيپال کې يې سيالي اسانه نه ده.

افغان لوبډله د لسو هيوادونو په دغو شل اوريزو سياليو کې په اې گروپ کې ځاى شوې ده.

له دوى سره ماليزيا، وټان، مالديپ او عمان ملگري دي.

په بي گروپ کې نيپال له هانگ کانگ، متحدو عربو اماراتو ، کويت او سعودي سره سيالي کوي.

له هر گروپ څخه به دوه لوبډلې نيمه پايلوبو ته لار مومي.

د اې گروپ اتل به د بي گروپ له دويم نمبر سره او دغه راز د بي گروپ اتل به د اې له دويم نمبر لوبډلې سره په نيمه پايلوبه کې برخه اخلي.

که افغان لوبډله له هيلو سره سم نيمه پايلوبو ته ورسيږي نو له نيپال يا متحدو عربو اماراتو سره به يې سيالي وي چې په هيڅ ډول اسانه لوبه نه ده.

اماراتو په دې وروستيو کې افغان لوبډلې ته ماتې ورکړي او نيپال په خپل کور خورا ښه لوبه کوي.

دا سيالۍ د ٢٠١٢ کال د شل اوريزو نړيوالو اتلوليو د غوراوي د يوۀ پړاو په توگه کار کوي.

افغانستان وار دمخه د غوراوي په وروستي پړاو کې ځاى لري نو په دې ډول به د نيپال له سياليو درې نور هيوادونه هم د غوراوي وروستي پړاو ته لار ومومي.

په هند کې

د افغانستان د لوبډلې شپږو منډه جوړونکو په دې وروستيو کې په هند کې روزنه وليده چې د هغوى له ډلې يو هم اصغر ستانکزى و.

اصغر ستانکزي د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل چې دوى په هند کې ډير څه زده کړل.

د ملي لوبډلې دغه تکړه لوبغاړى وايي نيپال، ماليزيا او امارات ښايي تر ټولو پياوړي ټيمونه وي.

اصغر ستانکزي د ځينو نويو لوبغاړو يادونه هم وکړه او په دې باور و چې ښايي نوي لوبغاړي په دغو سياليو کې وځليږي.

افغانستان د شنبه په ورځ ( د دسمبر دريمه) له مالزيا سره لوبه کوي.

د يکشنبه په ورځ به يې له عمان سره سيالي وي.

د سه شنبه په ورځ( د دسمبر شپږمه) بوټان او د دسمبر په اوومه نېټه له مالديپ سره افغان لوبډله بخت ازمويي.

د دسمبر په نهمه نېټه چې د جمعې ورځ ده د نيمه پايلوبو لپاره بېله شوې ده.

د دغو سياليو پايلوبه به يکشنبه د دسمبر په ١١ نېټه ترسره کيږي.

ورته مطالب