په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اصغر ستانکزى:کريکټ لوبغاړيو افغان فوټبال لوبډلې ته دعا وکړه

Image caption اصغر ستانکزى وايي د فوټبال لوبډلې دوه لوبغاړي يې ډير خوښ دي

د افغانستان د کريکټ ملي لوبډلې نيپال ته د شل اوريزو سياليو په نيمه پايلوبه کې تر ماتې وروسته د خپل هيواد فوټبال لوبډلې ته دعا وکړه چې نيپالي سيالان د سارک د لوبو په نيمه پايلوبه کې مات کړي.

افغان کريکټ لوبډلې د جمعې په ورځ په اسانۍ نيپال ته د نهو لوبغاړو په لرلو ماتې ورکړه.

د دغې لوبډلې يوۀ لوبغاړي اصغر ستانکزي بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل چې تر لوبې وروسته ټول لوبغاړي سره کښېناستل او د فوټبال لوبډلې ته يې دعا وکړه چې برى يې په نصيب شي.

د افغانستان د فوټبال لوبډله په هند کې د سارک فوټبال اتلوليو په ترڅ کې له نيپال سره نيمه پايلوبه لري.

افغان کريکټ لوبډله به د يکشنبه په ورځ په کټ منډو کې له هانگ کانگ سره پايلوبه کوي.

که افغان فوټبال لوبډلې هم نيپال ته ماتې ورکړه نو په پايلوبه کې به د هند او مالديپ ترمنځ د لوبې له گټونکي سره مخامخيږي.

د فوټبال پايلوبه هم د کريکټ د پايلوبې په څير د يکشنبه په ورځ کيدونکې ده.