کریکټ: افغانستان وګټله

کریکټ لوبغاړي
Image caption د افغانستان د سپورت چارواکي ددغو اتلولیو ګټلو ته هیله من دي.

افغان کریکټ لوبډلې وکولای شول چې د کریکټ په سیالیو کې خپل سیال هانګ کانګ ته په اتو منډو ماتې ورکړي.

لوبه لومړی افغانستان پیل کړه او په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سر ۱۲۵ منډې وکړې.

ګلبدین نایب د افغانستان د لوبډلې لپاره ۵۷ منډې په یوازې سر وکړې.

خو د افغانستان تیز بالر حمید حسن لوبه راکابو کړه او د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره یې لوبه د افغانستان په ګټه راتاو کړه. د هانکانګ لوبډله په ۱۱۷ منډو وسوځېده او افغانستان دا لوبه په اتو منډو وګټله.

بل پلو نن د فوټبال ملي لوبډله له هند سره سيالۍ کوي.په فوټبال کې دا لومړی ځل دی چې افغانستان په کې په يوه اتلولۍ کې پای لوبې ته رسېږي.

افغان لوبډلو د فوټبال او کرېکټ په تېرو سياليو کې خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو پايلوبو ته ځانونه رسولي دي.

مخکنی راپور

نن افغانستان د اتل کېدو لپاره د فوټبال او کريکټ په ميدانونو کې له خپلو حريفانو سره سرماتې لوبه کوي.

هند به د فوټبال په ډګر کې د افغانستان سيال وي، او هانګ کانګ به د کریکټ په میدان کې له افغان لوبډلې سره فاينل پایلوبه کوي.

افغان لوبډلې د فوټبال او کريکټ په تېرو سياليو کې خپلو حريفانو ته ماتې ورکړي او سر ته وتلې دي.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان د فوټبال په اتلوليو کې ځان فاينل يا پایلوبې ته رسوي.

د افغانستان د فوټبال او کرېکټ چارواکي هيله من دي چې دواړه اتلولۍ به افغانان راوړي.

تاريخي ورځ

دغه لوبې د افغانستان د سپورټ په تاريخ کې ډېرې مهمې ګڼل کېږي.

دغه اتلولۍ چې يوه يې په هند او بله يې په نيپال کې ده، تر اوسه په کې افغانانو ته چا ماتې نه ده ورکړې.

افغانستان به نن د کابل پر دوو بجو د دغو سياليو له کوربه او د فوټبال د همدې ټورنمنټ له مخکني اتل هند سره په فاينل کې لوبېږي.

د افغانستان د المپيک ملي کمېټې مطبوعاتي مسؤول عارف پيمان باوري دی چې افغانستان به وکړای شي خپل سيال مات کړي:

''د افغانستان ټول ولس دوی ته دعا کوي او موږ هیله مند یو، چې د افغانستان د فوټبال ملي ټیم په دې مرحله کې هم وکولی شي هند ته ماتې ورکړي او د قهرمانۍ کپ افغانستان ته راوړي.''

دا لومړی ځل دی چې افغانستان د سارک په اتلوليو کې په فاينل يا پای لوبه کې لوبېږي.

افغانان نن د يوې بلې اتلولۍ د ګټلو هوډ هم لري، دا د کرېکټ په ډګر کې ده او د ګټې هيله يې خورا پياوړې ده.

افغان کريکټ لوبغاړو د اسيايي شوری په کریکټ سياليو کې پرته له کومې ماتې په پر له پسې ډول خپل حريفان مات کړي دي.

اوچت مورال

د افغانستان د کریکټ بورډ يو چارواکی نصرت وفا وايي د افغان لوبغاړو مورال اوچت دی او تېرو لوبو ته په کتو يې د ګټې چانس نژدې حتمي دی:

Image caption دغه لوبې د افغانستان د سپورټ په تاريخ کې ډېرې مهمې ګڼل کېږي.

''کریکټ ملي لوبډله به سبا په پای لوبه کې وکولی شي، د تېرو څو نورو لوبو په څېر لوبه د افغانستان په ګټه پای ته ورسوي او افغانستان ته یوځل بیا یوه لویه ویاړنه ورپه برخه کړي.''

د فوټبال او کریکټ په ډګر کې په يوه ورځ فاينل ته د افغان لوبډلو راوتل حېرانوونکي دي.

که د فوټبال او کریکټ افغان لوبډلې خپلو سيالانو ته نن ماتې ورکړي، نو دا به د افغانستان د سپورت په تاریخ کې لومړی ځل وي چې افغانان په يوه ورځ په دوو بېلابېلو برخو کې دوه اتلولۍ کور ته راوړي.

ورته مطالب