افغانستان له پاکستان سره رسمي يوه ورځنۍ لوبه کوي

Image caption د افغانستان د کریکټ لوبډله خپله لومړنۍ یوه ورځنۍ نړیواله لوبه له داسي هیواد سره کوي چې د ټیسټ یا پنځه ورځنیو لوبو دریځ لري

د کريکټ نړيواله شورا وايي چې په لومړي ځل به د افغانستان ملي لوبه له يوۀ ټسټ ميچ لرونکي هيواد سره رسمي يوه ورځنۍ لوبه کوي.

دغه لوبه به په متحدو عربو اماراتو په شارجه کې له پاکستان سره د فبروري په لسمه نېټه کيږي.دا لوبه به د پاکستان او انګلستان ترمینځ د محدودو اورونو له لوبو درې ورځې دمخه ترسره شي.

تر دې وړاندې افغان لوبډلې د شل شل اورونو په نړیوالو سیالیو کې د هندوستان او سویلي افریقا پرضد لوبې کړې دي خو په یو ورځنیو رسمې لوبو کې افغان لوبډله له هغو هیوادونو سره نه ده لوبیدلې چې د ټسټ یا پنځه ورځنیو لوبو دریځ لري.

اړیکې

د ۲۰۱۱ میلادي کال په اوږدو کې د پاکستان او افغانستان ترمینځ د کریکټ په برخه کې اړیکې زیاتې شوې. د می په میاشت کې افغان لوبډله لومړنې وه چې په ۲۰۰۹ میلادي کال کې په پاکستان کې دسري لنکا پر لوبډلې له برید وروسته پاکستان ته لاړه او هلته یې د پاکستان له الف لوبډلې سره د ۵۰ اورونو درې لوبې وکړې. داسي یوه هڅه هم وشوه چې افغانستان او پاکستان دې په خپلو مینځنو کې د شلو شلو اورونو سیالۍ هم وکړي خو وروسته ورته کار ونه شو.

لومړۍ لوبه

افغانستان په ٢٠٠٩ کال کې د نړيوالو اتلوليو دغوراوي په لوبو کې د رسمي يو ورځنيو لوبو دريځ خپل کړ. لومړنى رسمۍ لوبه افغانستان له سکاتلند سره وکړه چې ويې گټله.

له هغه راهيسته افغانستان ١٨ رسمي يو ورځنۍ لوبې کړي دي چې ټولې له ايرلنډ، سکاتلند، هالنډ، کينيا او کانادا سره وې.

که چيرې افغانستان له پاکستان څخه لوبه وگټله نو د يو ورځنيو لوبو په درجه بنديو کې به ځاى ومومي.

افغانستان له نورو يادو شويو هيوادونو سره په ترسره شويو لوبوکې ډيرې لوبې گټلي او په دې توگه به له يوۀ ټسټ ميچ دريځ لرونکي هيواد څخه گټل د دوى پر درجه بنديو ښه اغيز وکړي. په شل اوريزو لوبو کې افغانستان د نړۍ په يو سلو څو هيوادونو کې په نهم نمبر دى.

ورته مطالب