کبیر خان د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې روزونکی وټاکل شو

کبير خان
Image caption کبير خان وايي په خپل لومړي ځل کار کې يې گڼ افغان لوبغاړي داسې روزلي چې هغوى اوس نور هم روزلى شي.

د افغانستان د کریکټ بورډ وايي چې کبیر خان یې د ا فغان کریکټ لوبډلې د روزونکي په توګه ګمارلی دی.

کریکټ بورډ بي بي سي ته په یوه رالېږلې ویناپاڼه کې ویلي، تر ډېرو هلو ځلو وروسته د افغانستان کریکټ بورډ په دې وتوانېد چې کبیر خان یوځل بیا د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې ته راولي.

څو ورځې وړاندې کبیر خان هم له بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره په خبرو کې ومنله چې بېرته به د افغانستان کریکټ لوبډلې ته ستنېږي.

کریکټ بورډ وايي، چې د بورډ او کبیر خان ترمنځ افغانستان ته د هغه د بېرته راستنېدو هوکړه وشوه، چې ډېر ژر به افغانستان ته ستون شي.

د افغانستان کریکټ بورډ اجرایوي مشر نسیم الله دانش وایي د افغانستان کریکټ ملي لوبډله د کبیر خان په څېر یوه پیاوړي روزونکي ته ډېره اړتیا لري.

دانش زیاتوي، له کبیرخان سره درې کلن تړون لاسلیک شوی او د هغه په هڅه به یوځل بیا ملي لوبډله د بریالیتوبونو په لور نوي ګامونه پورته کړي.

دانش وایي کبیرخان یوازې دا نه چې یو پیاوړی، تکړه او با تجربه روزنکی دی، بلکې دافغانستان له ژبې، کلتور او عنعناتو سره پوره بلدتیا لري:

''هغه مهال چې کبیرخان د افغانستان روزونکی و، ملي لوبډله د بریالیتونو او پرمختګ په لور روانه وه، ان تر دې چې د ملي لوبډلې د ګټلو چانس ۹۰ سلنه ته رسېدلی و، خو په ډیرې خواشینۍ سره باید ووایم چې د هغه وخت ادارې کبیرخان له دندې ګوښه کړ، مونږ یوځل بیا د کبیرخان تېرې کړنې وارزولې او د نوموړې د راوستلو پرېکړه مو وکړه.''

کریکټ بورډ وايي چې د افغانستان کریکټ ملي لوبډله به د کبیرخان په ملتیا د پاکستان پروړاندې خپله یوه ورځنۍ نړیواله لوبه وکړي.

ورته مطالب