په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

''المپیک د لوبغاړو اتحادیې ته بودیجه نه ورکوي''

Image caption ظاهر اغبر دا نه مني، چې ګنې د ورزشکارانو پر اتحادیې پراختيايي بودیجه درول شوې ده.

په داسې حال کې چې د افغانستان د ورزشکارانو اتحادیه د المپیک پرملي کمېټې تور پورې کوي، چې دغې اتحادیې ته پراختیايي بودیجه نه ورکوي، د المپیک ملي کمېټې مشر دا تورونه نه مني.

دغه اتحادیه وايي چې د پراختیايي بودیجې د نه ورکړې له کبله افغان لوبغاړي له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

افغان لوبغاړو په ورسیتو کلونو کې دسپورت په ډګر کې په نړیواله او سیمه ییزه کچه د پام وړ پرمختګونه کړي دي.

د افغانستان د ورزشکارانو د اتحادې مشر، محمود ضیاء دشتي، په هغه غونډه کې، چې د لوبغاړو د مډالونو د ستایلو په مخوه جوړه شوې وه وویل، که د المپیک د ملي کمېټې پراختیایي بودیجه ور نه کول شي، نو د ده په باور د ا افغان لوبغاړو لپاره به ښې پایلې ونه لري.

خو په عین کې د افغانستان د المپیک ملي کمېټې مشر ظاهر اغبر بیا دا نه مني، چې ګنې پر دغې کمیټې انکشافي بودیجه پرې شوې ده.

په کابل کې زموږ همکار حفیظ الله معروف له ښاغلي اغبر سره په دې تړاو مرکه کړې او په سر کې یې ترې د همدغې کمیټې د پراختیایي بوديجې په اړه پوښتلي دي.