اولمپيک

د لندن اولمپیک سیالیو ته په انتظار لوبغاړي

  • لوبغاړي په بې سارې لېوالتیا سره د لندن المپیک سیالیو ته شېبې شماري، له دې ډلې یو هم یوسین بالټ (د جامایکا لوبغاړی دی، چې د پکین په ۲۰۰۸ المپیک لوبو کې یې د ۱۰۰ او ۲۰۰ متره منډې سیالۍ مډال ګټلی دی.) بولټ وايي چې په بروکسل کې یې په ۲۰۱۱ کال کې د ۱۰۰ مترو سیالي په نهو ثانیو کې وګټله.
    لوبغاړي په بې سارې لېوالتیا سره د لندن المپیک سیالیو ته شېبې شماري، له دې ډلې یو هم یوسین بالټ (د جامایکا لوبغاړی دی، چې د پکین په ۲۰۰۸ المپیک لوبو کې یې د ۱۰۰ او ۲۰۰ متره منډې سیالۍ مډال ګټلی دی.) بولټ وايي چې په بروکسل کې یې په ۲۰۱۱ کال کې د ۱۰۰ مترو سیالي په نهو ثانیو کې وګټله.
  • فلسطيسنی نادر المصري بیا د غزې تړانګې اوسېدونکی لوبغاړی دی. دی وايي یو روزونکی لري، خو په غزه کې روزل کېدونکي نشته. نادر د غزې د منډو په سیالیو کې خپله وړتیا وښوده او ۵۰۰ متره منډه یې په ۱۴ دقیقو او۲۱ ثانیو وکړه.
    فلسطيسنی نادر المصري بیا د غزې تړانګې اوسېدونکی لوبغاړی دی. دی وايي یو روزونکی لري، خو په غزه کې روزل کېدونکي نشته. نادر د غزې د منډو په سیالیو کې خپله وړتیا وښوده او ۵۰۰ متره منډه یې په ۱۴ دقیقو او۲۱ ثانیو وکړه.
  • برتانوی الستر برونلی بیا د بایسکل ځغلونې په مسابقه کې چې د ۲۰۱۱ په سپتمبر کې وشوه، مډال ګټلی.
    برتانوی الستر برونلی بیا د بایسکل ځغلونې په مسابقه کې چې د ۲۰۱۱ په سپتمبر کې وشوه، مډال ګټلی.
  • عراقی حیدر رشید بیا د د ۲۰۱۲ په اپریل لوبو کې د اسیايي کپ لپاره ځان چمتو کوي. چې په دې سره د المپیک لوبو ته لار ومومي.
    عراقی حیدر رشید بیا د د ۲۰۱۲ په اپریل لوبو کې د اسیايي کپ لپاره ځان چمتو کوي. چې په دې سره د المپیک لوبو ته لار ومومي.
  • د اوکراین اولګا خارلان د ایټالیا د تورې سیالۍ کې په ۲۰۱۱ کال برونزي مډال ګټلی. هغه وايي چې: زما نیکه وایلي ما هغه بریا ګټلې، چې زما کورنۍ پخپل اوږده ژوند کې نه ده ګټلې.
    د اوکراین اولګا خارلان د ایټالیا د تورې سیالۍ کې په ۲۰۱۱ کال برونزي مډال ګټلی. هغه وايي چې: زما نیکه وایلي ما هغه بریا ګټلې، چې زما کورنۍ پخپل اوږده ژوند کې نه ده ګټلې.
  • فرانسوی جولین ابسلو په ۲۰۱۱ کال د اروپايي سیالیو په غرنیو لارو د بایسکل ځغلونې اتل شو او د نهم ځل لپاره یې خپل هېواد فرانسې ته مډال یووړ.
    فرانسوی جولین ابسلو په ۲۰۱۱ کال د اروپايي سیالیو په غرنیو لارو د بایسکل ځغلونې اتل شو او د نهم ځل لپاره یې خپل هېواد فرانسې ته مډال یووړ.
  • ماګلندا کلمیندا بیا د کوسووا ده، هغه وايي چې ګڼو هېوادونو د تابعیت ورکولو وړاندیز ورته کړی، خو هغه پرخپل تابعیت ویاړي او جودو یې مسلک دی. خو نوموړې له دې اړه له ستونزو سره مخامخ ده، چې د المپیک کمېټه کوسووا ددغې کمېټې د یوه خپلواک غړي په توګه نه پېژني، چې په دې سره کېدای شی د لندن د المپیک لوبو کې له ګډون پاتې شي.
    ماګلندا کلمیندا بیا د کوسووا ده، هغه وايي چې ګڼو هېوادونو د تابعیت ورکولو وړاندیز ورته کړی، خو هغه پرخپل تابعیت ویاړي او جودو یې مسلک دی. خو نوموړې له دې اړه له ستونزو سره مخامخ ده، چې د المپیک کمېټه کوسووا ددغې کمېټې د یوه خپلواک غړي په توګه نه پېژني، چې په دې سره کېدای شی د لندن د المپیک لوبو کې له ګډون پاتې شي.
  • د ترینیداد اوسېدونکی جیو ګورډن وايي"باید انسان خپل ځان له هغه حالت سره چلنج نه کړي، چې پکې دی" جیو د ۲۰۱۱ په مۍ کې وتوانېد چې په ۴۹ ثانیو کې ۴۰۰ متره منډه ووهي، چې دا د لندن په المپیک کې د ګډون کولو لپاره کفایت کوي.
    د ترینیداد اوسېدونکی جیو ګورډن وايي"باید انسان خپل ځان له هغه حالت سره چلنج نه کړي، چې پکې دی" جیو د ۲۰۱۱ په مۍ کې وتوانېد چې په ۴۹ ثانیو کې ۴۰۰ متره منډه ووهي، چې دا د لندن په المپیک کې د ګډون کولو لپاره کفایت کوي.
  • لینیت مسای د کینیا بیا وايي چې په ۲۰۱۱ کال یې د انبره مسابقه وګتله، هغې د اتو ثانیو په تفاوت د خپلې سیالې په مقابل کې لوبه بایلوده، خو منډه یې پوره کړه.
    لینیت مسای د کینیا بیا وايي چې په ۲۰۱۱ کال یې د انبره مسابقه وګتله، هغې د اتو ثانیو په تفاوت د خپلې سیالې په مقابل کې لوبه بایلوده، خو منډه یې پوره کړه.
  • د برتانیا د باسکټبال لوبغاړی لول دینګ له دې کبله خوشاله دی چې "زما د پلار هیله مې پوره شوه" لول دینګ د برتانیا له لوبډلې د ۲۰۱۱ د کال د غوره لوبغاړي له لقب ګټلو وروسته د باسکټبال غوره لوبغاړی وګڼل شو. دینګ خپل پلارنی ټاټوبی جنوبي سودان د لومړي ځل لپاره تېر کال د یوه رسمي سفر پرمهال ولید.
    د برتانیا د باسکټبال لوبغاړی لول دینګ له دې کبله خوشاله دی چې "زما د پلار هیله مې پوره شوه" لول دینګ د برتانیا له لوبډلې د ۲۰۱۱ د کال د غوره لوبغاړي له لقب ګټلو وروسته د باسکټبال غوره لوبغاړی وګڼل شو. دینګ خپل پلارنی ټاټوبی جنوبي سودان د لومړي ځل لپاره تېر کال د یوه رسمي سفر پرمهال ولید.
  • هندۍ سوک وهونکې ماکماري کوم چې تېر کال د هند او اسیايي لوبو اتله شوه، دا مهال هم په سیالیو کې ګډون کوي او هم د خپلو دوو بچیانو پالنه. د ۲۰۱۱ په نومبر کې هغه د المپیک لوبو لپاره ځان کاندید کړ.
    هندۍ سوک وهونکې ماکماري کوم چې تېر کال د هند او اسیايي لوبو اتله شوه، دا مهال هم په سیالیو کې ګډون کوي او هم د خپلو دوو بچیانو پالنه. د ۲۰۱۱ په نومبر کې هغه د المپیک لوبو لپاره ځان کاندید کړ.
  • د نامبیا میرلین دایمنډ وايي " که غوره ژوند لټوﺉ، نو باید قرباني ورکړﺉ" ۲۰۱۱ کال د میرلین لپاره چندان لاسته راوړونکی نه و. هغې خپله کورنۍ او ملګري پرېښودل او د موریچیوس په کمپ کې یې روزنه پیل کړه. خو د امکاناتو د نشتوالي له کبله اړ شوه چې بېرته خپل هېواد ته ستنه شي.
    د نامبیا میرلین دایمنډ وايي " که غوره ژوند لټوﺉ، نو باید قرباني ورکړﺉ" ۲۰۱۱ کال د میرلین لپاره چندان لاسته راوړونکی نه و. هغې خپله کورنۍ او ملګري پرېښودل او د موریچیوس په کمپ کې یې روزنه پیل کړه. خو د امکاناتو د نشتوالي له کبله اړ شوه چې بېرته خپل هېواد ته ستنه شي.
  • د تیکواندو افغان لوبغاړی روح الله نکپا وايي "د مډالونو ګټلو له لارې غواړم چې هېواد کې مې سوله او ارامي راشي" روح الله نکپا په تاینلډ کې د تیکواندو له یوه بل ۶۸ کیلوګرامه وزن لرونکي لوبغاړي سره مخامخ شو، خو مډال یې وګاټه، همدارنګه یو بل برونزي مډال ګټلی دی. هغه د ۲۰۱۱ په مۍ کې د سوېلي کوریا د تیکواندو په نړیوالو سیالیو کې هم مډال ګټلی.
    د تیکواندو افغان لوبغاړی روح الله نکپا وايي "د مډالونو ګټلو له لارې غواړم چې هېواد کې مې سوله او ارامي راشي" روح الله نکپا په تاینلډ کې د تیکواندو له یوه بل ۶۸ کیلوګرامه وزن لرونکي لوبغاړي سره مخامخ شو، خو مډال یې وګاټه، همدارنګه یو بل برونزي مډال ګټلی دی. هغه د ۲۰۱۱ په مۍ کې د سوېلي کوریا د تیکواندو په نړیوالو سیالیو کې هم مډال ګټلی.
  • غوټه وهونکې چینایۍ وو مینیکسیا وايي "زه پخپله لوبډله کې تر ټولو مشره یم، همدا ده چې د مشرې خور رول لوبوم، او لوبغاړي هم راته "خور" وايي. " وو مینیکسیا او د هغې ملګرې هي زي د لندن المپیک سیالیو ته تر کامیابېدو مخکې د غوټې وهلو ګڼ مډالونه ګټلي. نوموې ړ وايي چې د شینګهای د غوټې وهلو نړیوالو سیالیو طلايي مډال یې ګټلی.
    غوټه وهونکې چینایۍ وو مینیکسیا وايي "زه پخپله لوبډله کې تر ټولو مشره یم، همدا ده چې د مشرې خور رول لوبوم، او لوبغاړي هم راته "خور" وايي. " وو مینیکسیا او د هغې ملګرې هي زي د لندن المپیک سیالیو ته تر کامیابېدو مخکې د غوټې وهلو ګڼ مډالونه ګټلي. نوموې ړ وايي چې د شینګهای د غوټې وهلو نړیوالو سیالیو طلايي مډال یې ګټلی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .