د سوک تل پاتى اتل محمد علي ٧٠ کلن شو

محمد علي
Image caption محمد علي د سوک د درانۀ وزن درې ځلي اتل و

محمد علي په ٢١ کلن لوبيز ژوند کې ٥٦ لوبې وگټلې. درې ځلې يې د نړۍ د درانۀ وزن اتلولي وگټله.

د محمد علي د لوبې کمال دا و چې چټک و، تر نورو سوک وهونکو ډير خوځېدۀ، د سوک لوبې په رينگ يا کړۍ کې يې نڅاگرې پښې له بياتي غوندې تيرې ژبې سره کم سارې وې.

په ځوانۍ کې يې د لوبې پر وخت له خپل سيال سره خبرې ډيرې کولې او هڅه به يې دا وه چې په رواني جنگ کې يې تر سوک وړاندې پرځوي.

د لوبې له ډگره دباندې يې هم گڼې داسې خبرې وې چې د رسنيو سرټکي ترې جوړ شول.

دۀ د ويتنام په جگړه کې د سرتيري په توگه له برخې اخيستو انکار وکړ چې امريکا يې هېښه کړه.

د امريکا پخوانى ولسمشر بيل کلنتن وايي دا محمد علي و چې په خپل استعداد، شخصيت او ټينگو اصولو يې د سوک لوبه د نړۍ په لرو بر کې په خلکو ومنله او خوښه کړه.

بيل کلنتن په امريکا کې د لومړني تور پوستي ولسمشر د ټاکنې لپاره د لارې د هوارولو په برخه کې هم د محمد علي کار او رول مهم وبالۀ.

دۀ وويل: " محمد علي په ميليونونو خلک په دې قانع کړل چې بايد باور ولري.

د سوک لوبه په ١٩٤٠ مو او ١٩٥٠ کلونو کې په امريکا کې ډيره منلې او پر خلکو گرانه وه خو په شپېتمو کلونو کې دا لوبه ورو ورو له خلکو په هيريدو شوه.

خو د محمد علي په راتگ چې د اسلام تر منلو وړاندې يې نوم کاسيس کلې و ، د سوک لوبې بيا د خلکو پام ځانته ور واړاوۀ.

محمد علي د سوک لوبه تش د وهلو او ځپلو لوبه ونه ښوده بلکې جذابه يې کړه، د نندارې وړ يې کړه او په خپلو حرکاتو او خبرو يې له تلوسې ډکه کړه.

په ١٩٦٧ کال کې محمد علي د يوۀ مبارز په توگه هغه وخت راښکاره شو چې د ويتنام په جگړه کې يې له برخې اخيستو ډډه وکړه.

دۀ د ويتنام جگړه ناحقه وبلله او ويې ويل چې په داسې نامناسبه جگړه کې برخه نه اخلي.

د محمد علي دغه دريځ هغه وخت امريکاييان هيښ کړل خو د ډيرو په گومان يې د هغې جگړې له ختمولو سره په يو نه يو ډول مرسته وکړه.

د هغې پريکړې له امله د سوک لوبې چارواکو د دۀ د سوک وهنې اجازه ليک واخيست خو څلور کاله وروسته د امريکا سترې محکمې دغه پريکړه بيرته بدله کړه.

محمد علي په دې وروستيو کلونو کې افغانستان ته هم لاړ.

دى لا تر اوسه د نړۍ په لرو بر کې په خلکو گران دى او نه يوازې د يوۀ ښه سوک وهونکي په توگه ورته کتل کيږي بلکې د بشري حقوقو او ټولو انسانانو ته په يوه سترگه د کتونکي اتل په سترگه ورته گوري.

د محمد علي ژوند

Image caption محمد علي د المپيک په لوبو کې هم د سرو زرو مډال وگاټۀ خو په درانۀ وزن کې يې سيالۍ بې جوړې وې

د زيږيدا نېټه: ١٩٤٢ د جنوري ١٧ مه د کنټکي په ايالت کې

المپيک مډال: ١٩٦٠ کال روم سپک وزن کې د سرو زرو

نړيواله اتلولي: ١٩٦٤ کال کې سوني ليسټن ته په ماتې ورکولو د درانۀ وزن اتل شو

اسلام: په ١٩٦٤ کال کې مسلمان شو

ويتنام: په ١٩٦٧ کال کې يې د ويتنام په جنگ کې له برخې اخيستو انکار وکړ

لومړۍ ماتې: په ١٩٧١ کال کې يې له جو فريزر څخه لومړنۍ ماتې وخوړه

بيا اتلولي: په ١٩٧٤ کال کې يې جورج فريمن ته ماتې ورکړه

دريمه اتلولي: په ١٩٧٥ کال کې يې فريزر ته په بيا ماتې ورکولو دريمه اتلولي خپله کړه

وروستۍ لوبه: په ١٩٨١ کال کې يې له تريور بيربيک څخه لوبه وبايلله

ناروغي: په ١٩٨٤ کال کې د پارکينسن په ناروغۍ اخته شو

المپيک څراغ: په ١٩٩٦ کال کې يې د اتلانتا المپيک مشعل روښانه کړ.

د پيړۍ شخصيت: په ١٩٩٩ کال کې د بي بي سي له لورې د لوبو د ډگر د شلمې پيړۍ شخصيت وبلل شو.

ورته مطالب