پا کستان انګلستان ته درنه ماته ورکړه

عمر ګل
Image caption عمر ګل په ۶۳ منډو او د انګلستان ۴ تنه لوبغاړيو په سوځولو وځلېد

پاکستان کرېکېټ لوبډلې په دوبۍ کې انګلستان ته پر ۱۰ وېکټو درنه ماته ورکړه. د انګسلتان لوبډلې په کمزوري بټېنګ سره پاکستان اوس دری-ټېسټ لړۍ کې ۱-۰ پرمختګ کړی دی.

انګلستان په منډو سره په خورا ناسم ډول لوبه پيل کړه. د پاکستان چټک باولر عمر ګل په ۶۳ منډو د انګلستان ۴ تنه لوبغاړی وسوځول.

ورپسې سپېنرانو سعيد اجمل او عبد الرحمان هر يو د انګلستان دری دری لوبغاړي وسوځول، چې ورسره د انګلستان لوبډله په ټولو ۱۶۰ منډو وسوځېدله.

د دوبۍ ټېسټ لوبو پر درېيمه ورځ انګلستان ته پر دې ماته، دغه لوبډله په نړيواله درجه بندۍ کې له لومړي ځای ترلاسه کولو وروسته لومړۍ ماته ده.

انګلستان په ټېسټ لوبه کې وروستی ځل ۲۰۰۹ کال دسمبر کې د اسټراليا پر وړاندې په پرټ کې ماته خوړلې وه.

د دوبۍ ټېسټ لوبه کې د انګلستان بېټنګ پر لومړۍ ورځ ۱۹۲ منډې کړې او پر درېيمه ورځ بيا انګرېز لوبډله پر ۱۶۰ منډو راوپرځېده.

ورته مطالب