د پوهنې وزارت په ښوونیز نصاب کې کریکټ ور زیاتوي

نسیم الله دانش
Image caption کریکټ بورډ بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل د معارف وزارت ته یې د کریکټ ځېنې کارپوهان ورپېژندلي دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي په پام کې لري چې کریکټ د یوه مضمون په توګه د ښوونځیو په تعلیمي نصاب کې ور زیات کړي.

د پوهنې وزارت وايي کریکټ ځکه په تعلیمي نصاب کې ورګډوي چې افغانستان په دغې لوبه ښې لاس ته راوړنې لري او د ډېرو زده کوونکو پام ور اوښتی دی.

د افغانستان د کریکټ بورډ اداره هیله ښي چې په دغه کار سره به په هېواد کې کریکټ لا نوره وده وکړي.

افغانان په تېرو څو کلونو کې په کریکټ کې ښه ځلېدلي او د نړیوالو پام یې ځان ته اړولی دی.

ښايي دا لومړی ځل وي چې په افغانستان کې یوه ځانګړې لوبه د ښوونځیو په تعلیمي نصاب کې ځان ته ځای جوړوي.

د پوهنې وزارت وايي کریکټ ځکه په تعلیمي نصاب کې ور ګډوي چې په دغه برخه کې د افغانانو لاس ته راوړنو د ډېرو زده کوونکو پام دغې لوبې ور اړولی او له کریکټ سره یې لېوالتیا او مینه زیاته شوې ده.

د افغانستان د معارف وزارت ویاند امان الله ایمان بي بي سي ته وویل، د کریکټ پر تعلیمي نصاب یې وار د مخه کار پیل کړی او ښايي د راتلونکي تعلیمي کال له پیل سره سم یې په ښونځیو کې تدریس پیل شي:

کریکټ مینه

''خاصه توجه خو ځکه کریکټ ته ده، چې زده کوونکي له دغې لوبې سره ډېره مینه لري او زموږ هېواد هم په دې وروستیو کې په دغه برخه کې ډېرې لاس ته راوړنې دلودلې.

لومړۍ اقدام به زموږ دا وي چې کریکټ به د یوه مضمون په شکل په تعلیمي نصاب کې ور ګډوي.

د کریکټ بورډ په مشرۍ به دغه چارې مخ ته وړي، د هغوی مسلکي کسان به نصاب جوړوي او په شفاهي او عملي ډول په ښوونځیو کې زده کوونکو ته کریکټ ور زده کوي.

دغه کار به د راتلونکي تعلیمي کال یانې د حمل په میاشتې کې به په ښوونځیو کې پیل شي''

ښاغلي ایمان وویل د افغانستان له کریکټ بورډ نه یې دا ژمنه هم اخیستی چې په دغه برخه کې به ورته یو شمېرښوونکي هم روزي.

په همدې حال کې د افغانستان کریکټ بورډ هیله ښيي چې په تعلیمي نصاب کې د کریکټ ورګډول په هېواد کې دغه لوبه نوره هم مشهوره او نړیوال پام افغانستان ته لا نور زیات کړي.

د کریکټ بورډ مشر نسیم الله دانش له بي بي سي سره د یوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وویل، د معارف وزارت ته یې د کریکټ ځېنې کارپوهان ورپېژندلي چې اساسي لارښوونې او بنسټونه یې برابر کړي:

''موږ یوه ګډه کمېټه ټاکلې ده او د کریکټ دوه کارپوهان مو د معارف وزارت ته پېژندلي دي، دوی اوس د کریکټ په اړه یو نصاب جوړوي چې، د کریکټ میدان څه ډول وي؟ بیټ څه دی؟ بال څه دی او داسې نور اساسات.

Image caption ښايي دا لومړی ځل وي چې په افغانستان کې یوه ځانګړې لوبه د ښوونځیو په تعلیمي نصاب کې ځان ته ځای جوړوي.

په دغه کار باندې د معارف وزیر هم هوکړه کړې او هیله مندیو چې د ۲۰۱۲ کال په ترڅ کې به کریکټ د ښوونځیو په تعلیمي نصاب کې ورګډ شي.''

د افغانستان د معارف وزارت وايی د لوبې په تړاوو یې د افغانستان د ملي اولمپیک له ادارې سره هم یو تړون لاسلیک کړی چې په ښوونځیو کې به د نورو لوبو د دودولو په برخه کې ورسره همکاري کوي.

د افغانستان د پوهنې وزارت د بدنې روزنې یوه ځانګړې څانګه لري، چې د ښوونځیو زده کوونکو ته د ورزش چارې سنبالوي. وړاندې هم په ښوونځیو کې ورزش د یوه مضمون په شکل تدریس کیده خو کریکټ لومړنۍ لوبه ده چې د یوه مضمون بڼه به خپلوي.

ورته مطالب