امریکا افغانستان ته سپورتي روزونکي استوي

د انځور حقوق n
Image caption افغانستان په تېرو لسو کلونو کې په بېلابېلو لوبو کې ښې لاس ته راوړنې درلودلي، چې د کریکټ، تیکواندو او فوټبال هغه یې پام وړ بلل کېږي.

ټاکل شوې چې په څو نژدې ورځو کې د امریکا د څلورو لوبو فوټبال، والیبال، باسکټبال او تیکواندو روزونکي افغانستان ته راشي.

کابل ته د دغو روزونکو هدف په یادو شوو برخو کې له افغان روزونکو سره د لیدو کاتو ترڅنګ لسګونو افغان لوبغاړو ته د روزنې ورکول هم بلل کېږي.

د افغانستان د المپیک د ملي کېمټې چارواکي وايي په دغه ترڅ کې به د کابل او واشنګټن ترمنځ د لوبو په برخه کې د ملګرتیا یو اوږدمهال تړون هم لاسلیک شي.

ښايي دا لومړی ځل وي چې د سپورټ په برخه کې په دومره لوړه کچه روزونکي افغانستان ته سفر کوي.

دغه څلور امریکايي روزونکي د اماتور د اتلانتیکي ټولنې غړي دي چې هدف یې په هر وخت کې د ټولو لپاره د لوبو او سپورټ غوښتنه ده.

دغه ټولنه په امریکا کې ډېره مشهوره ده چې په نړۍ کې د اولمپیکي لوبو د پرمختګ او پراختیا په برخه کې کار کوي. په کابل کې د امریکې سفارت او ناټو ملکي سرچېنې وايي د دغې ټولنې څلور روزونکي به د فبرورۍ په میاشت کې کابل ته را ورسیږي.

د افغانستان داولمپیک ملي مشر محمد ظاهر اغبر بي بي سي ته وویل،د اماتور د اتلانتیکي ټولنې د استازو د سفر بل هدف د افغان ورزش د اوسني وضیعت اروزل دي:

Image caption ظاهر اغبر وايي د امریکايي سپورتي روزونکو راتګ د افغانستان د ورزش د اوسني وضعیت مطالعه کول دي.

''اصلي هدف دا دی چې د افغانستان د ځوانانو ترمنځ وحدت رامنځ ته کړو، دوی چې راځي اصلي هدف یې دا دی چې د افغانستان د ورزش اوسنی وضعیت مطالعه کوي. دوی به د افغانستان د څلور دېرشو ولایتونو نمایندګانو سره به هم ګوري، او د والیبال، فوټبال، باسکټبال او تیکواندو له افغان روزونکو سره هم لیده کاته کوي. له دغو خبرو او لیدو کاتو وروسته به موږ له هغوی سره د افغانستان د ورزش د اوسني وضیعت په اړه هم خبرې اترې وکړو.''

کابل ته د امریکايي روزونکو سفر د افغانستان د ملي المپیک د ادارې د مشر ظاهر اغبر په بلنه ترسره کیږي، ښاغلی اغبر د تېر کال په نومبر میاشت له یو شمېر نورو افغان ورزشي چارواکو سره امریکې ته تللی و.

افغانستان په تېرو لسو کلونو کې په بېلابېلو لوبو کې ښې لاس ته راوړنې درلودلي، چې د کریکټ، تیکواندو او فوټبال هغه یې پام وړ بلل کېږي.

ورته مطالب