کریکټ بورد: له پاکستان سره نړیوالې لوبې ته چمتو یو

کریکټ لوبغاړي

د افغانستان کریکټ بورډ وايي هیله مند دی چې افغان ملي لوبډله له پاکستان سره په خپلې لومړنۍ نړیوالې لوبې کې ښه وځلیږي.

کریکټ بورډ وايي پر لوبغاړو یې له تېرو شاوخوا دوو میاشتو راهيسې پرله پسې لوبې او تمرینونه کړي دي او پاکستان سره یې لوبې ته ښه چمتو کړي دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ لومړنۍ نړیواله یوه ورځنۍ لوبه د فبرورۍ په لسمه نیټه ټاکل شوې ده، د کریکت افغان چارواکي وايي پاکستان ځکه له افغانستان سره لوبې ته غاړه کېښودله چې افغانانو دغه هېواد ته نړیوالې لوبې یوړلې.

له کله نه چې شاوخوا درې کاله د مخه په پاکستان کې د سریلنکا پر لوبډلې ناپېژاندو وسله والو برید وکړ، د کریکټ نړیوالې شورا په پاکستان کې پر نړیوالو لوبو او د نړیوالو ټیمونو پر وتلو بندیز و لګاوه ، خو له امنیتي اندېښنو سره سره بیا هم افغان ملي لوبډله تېر کال د پاکستان له الف ټیم سره درې لوبې وکړي.

د کریکټ بورډ مشر نسیم الله دانش بي بي سي پښتو ویپاڼې ته وویل له پاکستان سره تر لوبې څو ورځې وړاندې به پخوانی روزونکی کبیر خان لوبغاړو ته رزونه ورکوي او پر دې سربېره د پاکستان دوه پخواني وتلي لوبغاړي وقار یونس او امیر سهیل هم ښايي له افغان لوبغاړو سره خپلې تجربې شریکې کړي.

ښاغلي دانش وویل پاکستان ورته دغه راز له خپل ملي ټیم سره د دریو شل اوریزو سیالیو ژمنه هم ورکړې چې په نژدې راتلونکي کې به د پاکستان په مشهوره قذافي لوبغالي کې ترسره کیږي، خو تر اوسه یې دقیقه نیټه لا معلومه نه ده.

د پاک- افغان لوبډلو ترمنځ لوبه دواړو خواوو ته ډېر ارزښت لري افغانان د ښې لوبې هڅه کوي چې د کریکټ د نړیوالې شورا لا نور پام ځان ته ور واړوي او پاکستانیان به د خپل اوسني نړیوال او ښه دریځ د ساتلو ډېر خیال کوي، افغانستان په کریکټ تر پاکستان ډېر کمزوری بلل کیږي.

پاکستان له انګلینډ نه چې د نړۍ د ټست سیالیو اتل دی، د ټست لوبو سیریز و ګاټه او دغه هېواد ته یې تاریخي ماتې ورکړې.

نسیم الله دانش له بي بي سي سره د یوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې د افغانستان د کریکټ بورډ او نورې نړۍ ترمنځ پر اړیکو هم وغږید، ښاغلي دانش په دغه برخه کې د بنګلدیش، سریلنکا او ځېنو نورو هېوادونو سره د ښو اړیکو د لرلو خبره وکړه خو، پر هند یې نیوکه دا وه چې افغانستان کم بولي او ارزښت ورته نه ورکوي:

''هند له افغانستان سره په کریکټ کې هېڅ ډول مرسته نه کوي، کله چې هند نړیوال جام وګاټه د افغانستان کریکټ بورډ ورته رسمي مبارکي واستوله خو هغوی هېڅ غوږ هم پرې و نه ګراوه.هند ښايي ډېر مغروره وي، په کابل کې د هند د سفیر کور ته هم ورغلو خو هغوی له خپل کریکټ بورډ سره زموږ د اړیکو له جوړولو بخښنه وغوښته او ویې ویل چې دا د دوی تر کچې د لوړو خلکو کار دی. موږ د هند کریکټ بورډ ته په وار وار پیغام استولی چې د خپل یوه وړوکي ولایتي ټیم سره موږ ته د لوبو زمینه برابره کړي، خو ځواب یې راکړی نه دی، پاکستان له افغانستان سره په کریکټ کې ښه همکاري لري خو هند یې نه لري.''

Image caption د افغانستان کریکټ بورډ وايي په پام کې ده چې د فبرورۍ په ۲۲ نېټه پخوانی روزونکی کبیر خان کابل ته راشي او رسماً خپل دنده بیا پیل کړي،

ښاغلي دانش دغه راز د بنګلدیش په پریمیرلیګ کې د حمید حسن لوبېدل د نورو افغان لوبغاړو د پرمختګ لپاره یو ښه ګام وباله، ده وویل افغان کریکټ بورډ بنګلدیش ته د نوروز منګل،میرویش اشرف، شهزاد او محمد نبي نومونه هم استولي و خو یوازې حمید حسن په کې انتخاب شو.

د مشرانو له لوبډلې ور اخوا په پام کې ده چې د افغانستان د ۱۹ کلنو ټیم په استرالیا کې د ۲۰۱۲ کال په نړیوال جام کې برخه واخلي، دا دویم ځل دی چې د نونلسو کلنو افغان ټیم په ورلډ کپ کې لوبیږي.

د کریکټ بورډ اجراييوي مشر هیله وښوده چې د ځوانانو ټیم یې په دغو سیالیو کې ښې لاس ته راوړنې ولري، د نونلسو کلنو په ټیم کې شبیر نوري چې له تېرو څو کلونو راهېسې په افغان ملي ټیم کې لوبیږي هم ورزیات شوی دی.

د افغانستان کریکټ بورډ وايي په پام کې ده چې د فبرورۍ په ۲۲ نېټه پخوانی روزونکی کبیر خان کابل ته راشي او رسماً خپل دنده بیا پیل کړي، ښاغلی خان شاوخوا دوه کاله وړاندې له خپلې دندې استعفا کړې وه.

ورته مطالب