په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغانستان ګالف لوبډلې د سپینو زرو مډال وګاټۀ

د انځور حقوق n
Image caption ګلف لوبه په افغانستان کې نوې دود شوې ده.

د گالف لوبې افغان لوبغاړي د بنگله ديش د اماتورو سياليو په اوه ويشتم پړاو کې د سپينو زرو مډال خپل کړ.

د افغانستان له لوري په دغو سياليو کې د گالف دوو تنو لوبغاړو برخه اخستى وه چې د يوۀ يې برى په برخه شو.

د افغانستان په گډون په يادو شويو لوبو کې د اتو هيوادونو لوبډلو برخه اخستې وه.

د افغانستان د اولمپيک د ملي کوميټې وياند مجيب الله رحماني ددغې پرمختيا په اړه بي بي سي ته داسې وويل.