د کریکټ یوې ورځنۍ لوبې ګټونکی څوک بولئ، افغانستان که پاکستان؟

حمید حسن
Image caption حمید حسن هم د افغانستان د کچې هېوادونو سره په سیالیو کې ډېر کسان سوځولي.

د کریکټ له اړخه شاوخوا دیارلس کلن افغانستان له څه باندې ۶۰ کلن پاکستان سره د عربو اماراتو په شارجه کې په لومړي ځل د جمعې په ورځ (۱۰-۲-۲۰۱۲) د سیالۍ ډګر ته ورکېوځي.

کریکټ ته د چانس لوبه ویل کېږي، خو دا خبره په هر وخت کې سمه نه وي، پاکستان په کریکټ کې دا مهال د نړۍ یوه پیاوړې لوبډله بلل کېږي او دوه وارې د نړۍ د کریکت اتل شوی هم دی.

لومړی وار په ۱۹۹۲ کال کې په پایلوبه کې انګلستان ته په ماتې ورکولو او بل ځل په ۲۰۰۹ کال کې په شل اوریزو سیالیو کې هند ته په ماتې ورکولو د نړۍ اتلولي خپله کړې ده.

پر دې سربېره، یې همدا اوس د نړۍ د ټست سیالیو اتل انګلستان ته په ټست سیالیو کې درې صفر ماتې ورکړه او د کریکټ د چارو پوهان او مینوال یې ګوته په غاښ او حیران کړل.

پاکستان په ۱۹۴۷ کال کې کریکټ پیل کړی او په ۱۹۵۲ کال کې یې د ټست سیالیو امتیاز ترلاسه کړی دی، افغانستان په ۱۹۹۵ کال کې د کریکټ فدراسیون جوړ کړ او نړیوال ټیم یې په ۲۰۰۱ کال کې جوړ شو خو یوازې له ۲۰۰۸ کال راپدېخوا د کریکټ د نړیوالې شورا پام یې ځان ته ور واړه، هغه هم چې کله په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کلونو کې نړیوال جام ته د غوراویزو سیالیو د پنځم، څلورم او دریم پړاوونو اتل شو او تر ۲۰۱۳ کاله پورې یې د یوې ورځنیو نړیوالو لوبو امتیاز ترلاسه کړ.

د کریکټ نژدې ټول مینوال او کارپوهان د پاکستان هر لوبغاړی په نوم،څېرې او لوبې پېېژني خو ښايي په نړۍ کې د ګوتو په شمېر داسې کسان وي( له ځېنو افغانانو پرته)چې افغان لوبډله او هر لوبغاړی یې په نوم،لوبې او څېرې وپېژني.

د انټرنیټي دایرة المعارف د معلوماتو له مخې، پاکستان تراوسه شاوخوا ۳۷۰ ټست لوبې کړي چې په دې کې یې ۱۱۵ ګټلي دي، سل یې بایللي دي او ۱۵۲ یې مساوي کړي دي، چې د ماتې پر تله یې د ګټې تله درنه ده.

افغانستان تراوسه ۹ څلور ورځنۍ (فیرسټ کلاس) سیالۍ کړي چې یوه یې هم بایللې نه ده یوازې یې د متحدو عربو اماراتو او زیمبابوې سره لوبو کې نمبرې کمې اخیستي دي.

افغانستان په ۲۰۱۰ کال کې د لویو وچو (انټرکانټیننټل) د هېوادونو ترمنځ د دغو سیالیو اتل شو، چې په لومړي ځل یې دغه کپ له اروپا نه اسیا ته راوړ، خو بیا هم د کریکټ شورا دغې لوبې ته د ټست درجه نه ورکوي.

پاکستان تراوسه ۷۶۰ یوې ورځنۍ سیالۍ کړي چې ۴۱۱ یې ګټلي ،۳۲۷ یې بایللي، شپږ یې مساوي کړي او ۱۶ نورې یې بیا له کومې پایلې پرته پای ته رسولي دي، په دغو سیالیو کې هم د پاکستان د ګټې کچه تر ماتې لوړه ده.

افغانستان تراوسه ۲۳ نړیوالې یوې ورځنۍ سیالۍ کړي چې ۱۳ یې ګټلې او لس یې بایللې دي، دغه ټولې لوبې د افغانستان د کچې له هیوادونو سره شوي یانې هغه هیوادونه چې د ټست سیالیو امتیاز نه لري.

پاکستان په ۱۹۹۲ کال کې د یوې ورځنیو نړیوالو سیالیو اتل شو، او افغانستان دا مهال په یوې ورځنیو سیالیو کې دیارلسم مقام لري.

پاکستان په شل اوریزو سیالیو کې په ۲۰۰۹ کال کې هم اتلولي وګټله او افغانستان یوازې نهه دا ډول سیالۍ کړي، خو بیا هم په نړۍ کې په دا ډول سیالیو کې نهم مقام لري، او تر زیمبابوې چې د ټست سیالیو امتیاز هم لري، مخکې دی.

پاکستان د کریکټ هغه لوبډله لري چې ځېنو لوبغاړو یې نړیوال ریګارډونه جوړ کړي دي، لکه د خیبر پښتونخوا د خیبر درې شاهد اپریدي چې په ۳۷ توپونو یې سل رنزونه کړي، دا تر ټولو تېزه سلیزه ده چې تراوسه هیڅا هم دغه ریګارډ مات کړی نه ده، نوموړي په نړۍ کې تر ګردو لوبغاړو ډېرې شپږیزې هم وهلي دي.

پر دې سربېره د دوی ځینې نور لوبغاړي هم ول یا شته لکه وقار یونس، وسیم اکرم، سید انور او په اوسني ټیم کې سید اجمل او یونس خان چې د لوبې پام وړ ریګارډونه لري.

خو افغانستان بیا داسې کوم لوبغاړي نه لري چې په نړیوالو لوبو کې یې پام وړ ریګارډ جوړ کړی وي، البته محمد شهزاد یادولی شو چې په یوې څلور ورځنۍ سیالۍ کې یې د کاناډا خلاف ۲۰۱۴ ناسوځیدلي منډې کړي چې د یوه افغان لوبغاړي له لورې په دا ډول لوبو کې تر ټولو ډېرې منډي دي.

حمید حسن

حمید حسن هم د افغانستان د کچې هېوادونو سره په سیالیو کې ډېر کسان سوځولي او په ۲۰۰۹ کال کې خو د اروپا د کریکټ د ویپاڼې غوره لوبغاړی هم شو، خو دغه ریګارډونه د ټست درجې لرونکو هېوادونو له هغو سره برابر نه دي، ځکه چې افغانستان د ټسیت لوبو امتیاز نه لري.

پاکستان کور د ننه د لوبې ډېرې اسانتیاوې لري، لوبغاړو ته لوړ معاشونه ورکوي او د ژوند نورې اسانتیاوې یې هم ورته ښه برابر دي، خو افغان لوبغاړي د مالي امتیازاتو له اړخه له پاکستاني هغوو سره هېڅ د پرتلې وړ نه دي، دوی په اوسط ډول د میاشتې شاوخوا څلوېښت زره افغانۍ تنخوا لري، او د ژوند له ډېرو اسانتیاوو هم برخمن نه دي.

پاکستان په نړیوالو معیارونو برابر ۲۰ لوبغالي لري او افغانستان دا ډول یوازې یو لوبغالی لري چې هغه هم د ننګرهار په امان الله خان ښارګوټي کې تازه جوړ شوی دی.

د اټکل له مخې یې هر پاکستانی لوبغاړی د میاشتې لسګونه زره روپۍ عواید لري، د پاکستان د کریکټ بورډ پر تنخوا سربېره دوی له بېلابېلو لوبو، تجارتي اعلانونو او د نورو هیوادونو په کورنیو سیالیو کې د ګډون له لارې ډېرې پیسې ترلاسه کوي.

د انځور حقوق
Image caption افغانستان تراوسه ۲۳ نړیوالې یوې ورځنۍ سیالۍ کړي چې ۱۳ یې ګټلې او لس یې بایللې دي

همدا اوس د پاکستان شاهد خان اپریدی د بنګلدیش په پریمیر لیګ کې په ۷ سوه زره ډالرو واخیستل شو، او په بدل کې یې بیا یوازینی افغان لوبغاړی حمید حسن په ۴۰ زرو ډالرو واخیستل شو، اوس حمید حسن ټپي دی او په دغو لوبو کې چې ښايي د روانې میاشتې په نهمه نیټه پیل شي، برخه هم اخیستی نه شي.

پر دې سربېره د پاکستان ځينې نور لوبغاړي هم په ښه بیه دغو سیالیو لپاره اخیستل شوي دي.

دغو پورتنیو ټکو ته په پام سره ښايي په سلو کې پنځه فیصده داسې هیلي وې چې افغان لوبډله به پاکستان ته ماتې ورکړې هغه هم، دغه لوبیز متل ته په کتو چې (کریکټ د چانس لوبه ده) خو دا به د شنبې په شپه معلومېږي چې د بخت ستوري د پاکستان او که د افغانستان د چانس پر اسمان ځلېږي.

ورته مطالب