فوټبال: د نجونو افغان لوبډلې قطر ته ماتې ورکړه

افغان لوبډله
Image caption د نجونو افغان ملي لوبډله د خپلې بريا راز افغان غرور او جذبه بولي.

د افغانستان د نجونو د فوټبال ملي لوبډلې په يوه دوستانه لوبه کې قطر ته دوه صفر ماتې ورکړه.

لوبه تېره ورځ 'پنجشنبه' ناوخته ترسره شوه او افغان لوبډله به له بريا سره يو ځای نن خپل هېواد ته بېرته ورستنه شي.

د افغانستان له لوري لومړنی ګول د افغان لوبډلې کپتانې صابرې عزیزي وواهه او دويم ګول د افغان لوبډلې اتم لمبر لوبغاړې مرجان وکړ.

افغان لوبډله د خپلې بریا راز افغاني غرور او جذبه بولي.

د فوټبال افغان ملي لوبډله له دې سره سره يې د قطر لوبدله ماته کړه چې تر دوی يې امکانات ښه او ډېر تمرين يې کړی وو.

د افغان لوبډلې يوې غړې خاټول امرخيل بي بي سي ته وويل: "موږ په افغانستان کې د تمرين لپاره مناسب ځايونه، نه لرو او دغې سيالۍ ته مو په واورو او ډېرو وړو ځايونو کې تمرينونه وکړل."

افغانستان ډېر کاله کېږي چې د فوټبال په ډګر کې لويې برياوې نه وې ترلاسه کړې، خو په هند کې نارينه فوټبال لوبډلې او دا دی په قطر کې د ښځو لوبډلې دا دود مات کړ.

د لوبو په هر ډګر کې افغانان تر نورو کم نه دي او په ډېر لږ وخت کې لوی مزلونه لنډوي، خو لويه ستونزه يې د لوبغالو، تکړه روزونکو او مالي امکاناتو نشتوالی دی.

د دې ښه بېلګه د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله ده چې د لسګونو کلونو مزل يې يوازې په څلور پنځو کلونو کې وواهه او اوس د پاکستان په څېر د کرېکټ له يوه تکړه نړيوال ټيم سره ډغرې وهي.

له پاکستان سره د افغان کرېکټ لوبډلې لوبې نړۍ ګوته په غاښ کړه او د پاکستان کپتان مصباح الحق وويل چې افغان لوبډلې ته بايد د نړۍ د لومړۍ درجې له لوبډلو سره د نورو لوبو چانس ورکړي.

ورته مطالب