افغان کریکټ بورډ: نوي توپ اچوونکي غواړو

Image caption د توپ اچوونکو د موندلو دغه پړاوو به تر ډېره په هغوو نورو ولایتونو کې ترسره کیږي چې د اوس لپاره په کې کریکټ ډېر دود دی.

د افغانستان د کریکټ بورډ اداره د ملي لوبډلې او د ټېټې کچې نورو لوبډلو ته د غوره توپ اچونکیو د موندلو هلې ځلې پیل کړي دي .

دغه پروګرام چې د استعداد موندل( ټایلنټ هنټ) بلل کیږي، د کریکټ بورډ د چارواکو په خبره په لومړي ځل پیلیږي چې پرانېستنه یې د ننګرهار په غازي لوبغالي کې وشوه.

د کریکټ بورډ اجراييوي مشر نسیم الله دانش بي بي سي پښتو ویپاڼې ته وویل:''په دغې ازموېنې کې له شاوخوا ۱۵۰ افغان ځوانانو ازموینه اخیستل کیږي''.

ښاغلي دانش هیله وښوده چې د با استعداده لوبغاړو د موندلو په دغه ښکاریزه ازموینه کې ښه لوبغاړي او تیز توپ اچونکي ومومي. لومړی پړاوو یوازې د تیزو بالرانو د موندلو دی چې د افغانستان د ملي ټیم د یوشمېر لوبغاړو پر مټ ترسره کیږي.

د افغانستان د کریکټ بورډ غواړي له دغې لارې د حمید حسن او داسې نورو افغان توپ اچونکو غوره ځای ناستي پیدا کړي چې په راتلونکي کې د دغو کسانو ځای ډک کړی شي.

د توپ اچوونکو د موندلو دغه پړاوو به تر ډېره په هغوو نورو ولایتونو کې ترسره کیږي چې د اوس لپاره په کې کریکټ ډېر دود دی او ښايي نا سپړلي استعدادونه په کې وموندل شي.

ښاغلي دانش وویل وروسته به د ښو منډه جوړونکو د موندلو ورته هلې ځلې هم پیل کړي، نوموړي وویل دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د لوبغاړو د موندلو دا ډول هڅې ترسره کیږي.

افغان کریکټ بورډ په یو بل پرمختګ کې د افغان منډه جوړونکو لپاره د یوه هندي روزونکي دنیولو خبره هم کوي . دغه روزونکی اومیش پټوال نومیږي چې د انګلینډ د ځېنو منډه جوړونکو لکه مورګن او سټراس سربېره د یو شمېر نورو نړیوالو لوبغاړو روزونکی هم بلل کیږي.

کریکټ بورډ وايي له دغه روزونکي سره یې د اوس لپاره یوازې د ۲۰۱۲ کال د نړیوالو شل اوریزو سیالیو د غوراوي تر لوبو پورې قرارداد لاسلیک کړی او په خبره یې که ښه نتیجه ورکړي، ښايي قرارداد ورسره وغزوي.

ورته مطالب