هندي لوبغاړي راهول دراوید له نړیوال کریکټ نه تقاعد وکړ

د انځور حقوق Getty
Image caption راهول دراوید وايي له لوبې او لوبډلې د دې لپاره په څنګ کیږی چې نویو ځوانانو ته د لوبې چانس پیدا شي او تاریخ جوړ کړي.

۳۹ کلن راهول دراوید په ۱۶۴ پنځه ورځینو لوبو کې ۱۳۲۸۸ منډې جوړې کړې او له سچن ټنډوکر نه وروسته دوهم لوبغاړی دی چې ډیرې منډې یې جوړې کړې دي.

د هغه په دغه منډو کې ۳۶ سلیزې هم شاملې دي.

راهول دراوید د هندي لوبډلې کپتان او ويکټ ساتونکى هم و، دۀ د دیوال په نامه ځکه شهرت درلود چې د بیټینګ کولو پرمهال یې ډیره حوصله لرله او سوځيدل يې سيالانو ته خورا گران و.

راهول دراوید په پنځه ورځینو لوبو (ټیسټ میچونو) کې یو نړیوال ریکارډ هم لري چې هغه د ۲۱۰ توپونو کیچ (نيولو) کولو ریکارډ دی.

راهول دراوید وايي ٬٬یو وخت داسې هم و چې ما د نورو هلکانو په څیر د هندوستان د کریکټ په لوبډلې کې د لوبیدو خوبونه لیدل. خو اوس د دې وخت دی چې له لوبډلې نه په څنګ شم چې نوي ځوانان لوبه وکړي او تاریخ جوړ کړي.٬٬

راهول دراوید وايي ٬٬ما خپل ټول وس وکړ چې ښې لوبې وکړم. اوس دا ستونزمنه ده چې له لوبو او لوبډلې په څنګ کیږم خو دا زما لپاره د ویاړ ځای دی.٬٬

د تقاعد اعلان

راهول دراوید له نړیوال کریکټ نه د تقاعد اخیستلو اعلان په بنګلور کې په یوې خبرې غونډې کې د جمعې په ورځ (دمارچ ۹مه) وکړ.

راهول دراوید له یو ورځنیو نړیوالو لوبو نه تیرکال د سپتمبر په میاشت کې تقاعد شوی و.

راهول دراوید ۳۴۴ نړیوالې یو ورځنۍ لوبې کړي او ۱۰۸۸۹ منډې یې پکې جوړې کړې دي.

راهول دراوید به له دې وروسته یوازې د هند د شل اوریزو لوبو په سیالیو کې لوبیږي.

ورته مطالب