غږيزې خپرونې

حمید حسن: تر دوو میاشتو به لوبو ته چمتو شم

د افغانستان د کریکټ د ملي لوبډلې تکړه لوبغاړی حمید حسن وايي له انګلینډ سره په لوبه ټپي شوی، چې له کبله یې له پاکستان سره لوبه ونه شوای کړای.

ښاغلی حسن چې دا مهال له دوبۍ راستون شوی او په کابل کې دی، زموږ همکار خوشحال تایب ته وویل، چې لاهم له خپلې ناجوړې کړېږي.

حمید حسن څو اوونۍ وړاندې له انګلستان سره په یوه لوبه کې د فیلډینګ پر مهال ولوېد او سخت ژوبل شو، دی د کریکټ د نړیوالې شورا په لوبډله کې و.

نوموړی وايي تازه یې د خپل زنګون عملیات کړي او د ډاکټر سپارښتنه دا ده چې تر مارچ میاشتې پورې ارام وکړي.

حمید حسن چې د افغانستان یو تیز بالر بلل کېږي، د بنګله دیش په پریمیر لیګ هم په څلوېښتو زرو ډالرو اخیستل شوی، خو اوس وايي چې له بد قسمت نه یې په دغو لوبو کې هم لوبېدی نه شي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .