کريکټ: افغانستان پاپو نيوگيني ته ماتې ورکړه

Image caption تيز بالر عزت الله دولتزي تيزو توپونو د پاپونيوگيني لوبډله له هر ډول ستونزو سره مخامخ کړه

په عربي متحده اماراتو کې د ۲۰ اوريزو نړيوالواتلوليو د غوراوي لومړنۍ لوبه له هيلو سره سم د افغانستان په بري پاى ته ورسيده.

افغان کپتان نوروز منگل پچه وگټله او سيالې لوبډلې ته يې د منډو بلنه ورکړه.

د شاپور ځدراڼ، دولت ځدراڼ او زلمي تيز بالر عزت الله دولتزي تيزو توپونو د پاپونيوگيني لوبډله له هر ډول ستونزو سره مخامخ کړه

په لومړنيو لسو اوورونو کې د پاپونيوگيني لوبډله د څلورو په اوسط منډې کړې وې او نيمايي لوبغاړي يې سوځيدلي وو.

پاپونيوگيني په خپلو ۲۰ اوورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدا يوازې ۱۱۲ منډې وکړې.

د افغانستان له لورې شاپور، عزت الله دولتزي، محمئ نبي او سميع الله شينواري يو يوکس وسوځاوۀ.دولت ځدراڼ دوه سيالان وسوځول او ميرويس اشرف په خپلو درو اوورونو کې يوازې پنځلس منډې ورکړې.

د افغانستان ځواب تيز خو ټکنى و.نور علي ځدراڼ بې له کومې منډې ټپي شو او له لوبې ووت.

کريم صادق ۲۱ منډې وکړې او گلبدين نايب بې له کومې منډې وسوځيد.

کپتان نوروز منگل او محمد نبي ورو ورو لوبه بيرته کابو کړه.

نوروز منگل په ۱۹ منډو وسوځيد خو نبي تر پايه ودريد او ۵۲ ناسوځېدلې منډې يې لرلې.

افغانستان به د چارشنبه په ورځ د گروپ په لوبو کې ښايي تر ټولو سخته لوبه لري چې له هالنډ سره ده.

په نورو لوبو کې يوگاندا امريکا ته ، ايتاليا عمان ته او په حيرانوونکې توگه نميبيا ايرلنډ ته ماتې ورکړې