کرېکټ: سچن ټنډولکر سلمه سليزه بشپړه کړه

ټنډولکر د انځور حقوق AP
Image caption ټنډولکر د خپلې سلمې سليزې لپاره پوره يو کال انتظار ووېست.

د بنګلديش په مېرپور ښار کې د اسيا جام د سياليو په يوه لوبه کې د هند د کرېکټ وتلي بېټسمن یا توپ وهوونکي سچن ټنډولکر سلمه سليزه يا سنچري ووهله.

سچن ټنډولکر خپله سلمه سليزه د ۱۲ څلوريزو او يوې شپږېزې پر مټ له بنګلديش سره په یوه سيالۍ کې چې بنګلديش وګټله، پوره کړه.

سچن د نړۍ لومړنۍ کرېکټ لوبغاړی دی چې دغه کار يې وکړ.

ټنډولکر خپله ۹۹مه سليزه تېرکال په مارچ مياشت کې د جنوبي افريقا سره په يوه لوبه کې وهلې وه.

د سلمې سليزې لپاره ټنډولکر پوره يو کال انتظار وويست، ده په نړيوالو يو ورځنۍ او تېسټ يا پنځه ورځنۍ کرېکټ لوبو کې تر بل هر لوبغاړي ډېرې منډې کړې دي.

هغه په ټېسټ لوبه کې تر اوسه پنځلس زره څلور سوه او اويا منډې کړي او په يو ورځنۍ لوبو کې يې د منډو دغه کچه له ۱۸۰۰۰ اړولې ده.

ياده دې وي چې د بنګلدېش خلاف په يو ورځنۍ لوبو کې دا د سچن ټنډولکر لومړنۍ سليزه ده.

ورته مطالب